اسلام آباد۔5 دسمبر(اے پی پی) د آزاد كشمير پخواني وزيراعظم چوهدری انوار الحق فیلډ مارشل سید عاصم منیر ته د هيواد د اولني چيف آف ډيفنس فورسز به منصب تعينات كيدو مباركي وركولو سره وئيلي دي چ اولس د فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مړانه او زړورتيا وياړي٬ د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر په مشرۍ كښې وسله وال ځواكونو په نړيواله كچه د پاكستان نامه روښانه كړه۔ دې …
د چوهدري انوار الحق فیلډ مارشل سید عاصم منیر ته د هيواد د اولني چيف آف ډيفنس فورسز به منصب تعينات كيدو مباركي
اسلام آباد۔5 دسمبر(اے پی پی) د آزاد كشمير پخواني وزيراعظم چوهدری انوار الحق فیلډ مارشل سید عاصم منیر ته د هيواد د اولني چيف آف ډيفنس فورسز به منصب تعينات كيدو مباركي وركولو سره وئيلي دي چ اولس د فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مړانه او زړورتيا وياړي٬ د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر په مشرۍ كښې وسله وال ځواكونو په نړيواله كچه د پاكستان نامه روښانه كړه۔ دې ځايې څخه په جاري شوي بيان كښې پخواني وزيراعظم چوهدري انوار الحق فيلډ مارشل عاصم منېر لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مشرۍ كښې پاك پوځ د هندي جارحيت بشپړ ځواب وركړے۔ ده ووئيل د چیف آف ډیفنس فورسز سید عاصم منیر په مشرۍ كښې به د بری، بحري او فضائي ځواكونو ترمينځه همغږي لا ښه شي۔ ده ووئيل د چیف آف ډیفنس فورسز په مشرۍ كښې به د ترهګرۍ ناسور ختمولو له فعاله كارروايۍ وكړې شي ۔ ده هيله ولرله چې د فیلډ مارشل سید عاصم منیر د چیف آف ډیفنس فورسز په حېث تعيناتي به هېواد لپاره نېك مرغه ثابت شي











