د چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشد سيد عاصم منير ٬ د سمندري پوځ مشر او د هوائي پوځ مشر د وسله والو ځواكونو لخوا میجر اکرم شهید ته د عقيدت پيرزوئنې

پېنډۍ ۔5 دسمبر(اے پی پی) چیف آف آرمي سټاف/ چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر، د پاك سمندي پوځ مشر اېډمرل نوید اشرف او د پاك هوائي پوځ مشر ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د پاکستان د وسله والو ځواكونو لخوا مېجر اکرم شهید، نشانِ حېدر ته د هغه په 54 مه د شهادت ورځ د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د آئی اېس پی …

پېنډۍ ۔5 دسمبر(اے پی پی) چیف آف آرمي سټاف/ چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر، د پاك سمندي پوځ مشر اېډمرل نوید اشرف او د پاك هوائي پوځ مشر ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د پاکستان د وسله والو ځواكونو لخوا مېجر اکرم شهید، نشانِ حېدر ته د هغه په 54 مه د شهادت ورځ د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د آئی اېس پی آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې مېجر اېم اکرم شهید په كال 1971 كښې په هلی سېکټر (مشرقی پاکستان) كښې د 4 فرنټیئر فورس رجمنټ مشرۍ كولو سره د غېر معمولي مړانې څرګندونه كړهې وه ۔ په 19 مئی كال 1971 كښې هغه په خپل دفاعي پوزيشن مضبوط پاتي شو او دښمن يۍ د كومې جنګي ګټې پورته كولو څخه برابر منع وساتلو۔ وروستو هغه ته په 3 دسمبر 1971 د دښمن په مضبوطه قلعه بند مورچو د بريد كولو امر وكړے شو۔ هغه په ځانګړي عزم سره درې ټېنكونه تباه كړل او د سخت ژوبل كېدو باوجود په مړانه سره مخ په وړاندې روان ؤ ۔ په 5 دسمبر 1971 هغه د شهادت مرتبه ترلاسه كړه۔ د هغه قرباني او مړانه نن هم راروانو نسلونو لپاره د لارې مشال دے۔ نن د پاكستان وسله وال ځواكونه د ټولو شهيدانو ځانګړو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو د عزم پخلے كوي۔ قام به په خپلو فرزندانو تل وياړي د كومو قربانۍ چې د پاكستان په تاريخ كښې په زرينو ټكو ليكلې شوي دي