اسلام آباد۔5دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ملائیشیا وزیراعظم داتو سری انور ابراهیم سره ټيليفوني تماس ونيولو او د اوسني سمندري طوفان دلاسه په شوې تباهۍ يۍ د ملائيشيا حكومت او اولس سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د پاكستاني اولس او حكومت لخوا د اوسني سمندري طوفان’ډاہ واہ‘ په نتيجه …
د وزيراعظم شهباز شريف د ملائيشيا وزيراعظم سره ټيليفوني تماس ٬ په ملائيشيا كښی په روانو ريسكيو كارروايئو كښې دپاكستان لخوا د هر ډول مرستې پيشكش
اسلام آباد۔5دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ملائیشیا وزیراعظم داتو سری انور ابراهیم سره ټيليفوني تماس ونيولو او د اوسني سمندري طوفان دلاسه په شوې تباهۍ يۍ د ملائيشيا حكومت او اولس سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د پاكستاني اولس او حكومت لخوا د اوسني سمندري طوفان’ډاہ واہ‘ په نتيجه كښې د سختو بارانونو ٬ سېلاب او كمرو نړېدو پېښو كښې په شوي ځان او مالي زيان د ملائيشيا وزيراعظم سره د زړه له كومي غمرازي وكړه۔ وزیراعظم ځپليو كورنيو سره خواخوږي ښكاره كولو سره ژوبل او بې كوره شوو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په دې سخت وخت كښې د ملائيشيا اولس سره بشپړه يووالې او خواخوږي ښكاره كړه او په ملائيشيا كښې د رېسكيو په روانو كارروائيو كښې يۍ د پاكستان لخوا د هرې ممكنې مرستې پېشكش وكړو۔ د ملائیشیا وزیراعظم انور ابراهیم د وزيراعظم شهباز شريف مننه كولو ووئيل چې په دې سخت وخت كښې د خواخوږۍ څرګندونه او د فكرمندۍ جذبات او رابطه كول د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ نزدې اړيكو عكاسي كوي۔











