اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي د سپريم كورټ پريكړو له مخې سزا شوے كس د سياسي پريكړو اختيار نه لري ٬چرته چې د قانون كاروائۍ ضرورت وي هلته به د قوانين له مخې ګامونه اغستلې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ سره پرېس كنفرنس ته خطاب …
د سپريم كورټ پريكړو له مخې سزا شوے كس د سياسي پريكړو اختيار نه لري٬چرته چې د قانون كاروائۍ ضرورت وي هلته به د قوانين له مخې ګامونه اغستلې شي۔د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ سره پرېس كنفرنس
اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي د سپريم كورټ پريكړو له مخې سزا شوے كس د سياسي پريكړو اختيار نه لري ٬چرته چې د قانون كاروائۍ ضرورت وي هلته به د قوانين له مخې ګامونه اغستلې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ سره پرېس كنفرنس ته خطاب كولو په مهال كړې۔د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د هېواد په موجوده سياسي او آئيني صورتحال٬د زندان ملاقاتونو قواعد٬دفاعي تعيناتيو او د تحريك انصاف اوسنو پالېسو په اړه چارو تفصيلي خبرې اترې وكړې۔وفاقي وزير ووئيل د سوشل ميډيا پليټ فارمز د خپلو نړيوالو پالېسو تابع دي او حكومت غېر ضروري يا غېر سنجيده بيانونو نه ډډه كوي۔ده ووئيل چرته چې د قانوني كاروائۍ ضرورت وي هلته به د هېواد د قوانين ترمخه ګامونه اخستلې شي۔د قانون وفاقي وزير د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د اړخه د تحريك انصاف باني سره د ملاقات خوښي غېر آئيني ګرځولو سره ووئيل د سپريم كورټ پريكړو ترمخه كوم سزا شوے سړے د سياسي پريكړو مجاز نه وي۔ده ووئيل د ملاقات تفصيلات عام كېدے نه شي او كه سپرنټنډنټ داسې كومه اندېښنه ولري چې خبرې اترې په امن او امان اثر پريباسلې شي نو هغه د ملاقات ايسارولو اختيار لري۔ده ووئيل د وكيل او موكل خبرې د ذاتي نوعيت وي خو د سياسي ايجنډې تشكيلولو اجازه هېڅ چاته نشي وركړې كېدې۔د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير د دفاعي تعيناتو په اړه ګنګوسي بې بنياده ګرځولو سره ووئيل تېر كال د شوو اصلاحاتو ترمخه د اعلٰی عسكري عهدو سروس موده د دريو كلونو نه پنځه كړې شوې او د بيا تقررۍ ګنجائش هم شته۔ده ووئيل د مريم نواز او نواز شريف په زندان كښې د ملاقاتونو په مهال سختۍ د تحريك انصاف پخواني حكومت پخپله عائد كړې وې او د قانوني ملاقات حق كښې يې هم تاخير كولو د كومو باوجود چې عدالت د دې شرط سره اجازه وركړې وه چې د ملاقات تفصيلات دې په ميډيا ورنه كړې شي۔وفاقي وزير د تحريك انصاف په سياسي تګلاره خبره كولو كښې ووئيل ګوند پخپله اسمبلۍ ماتې كړې٬پخپله يې د ټاكنو نه بائيكاټ وكړو او پخپله يې په كورنۍ كچه تيروتنې وكړې۔ده ووئيل د سپريم كورټ د اړخه په تشكيل شوې مذاكراتي كمېټۍ كښې د حكومت او اپوزېشن ترمينځه د ټاكنو نيټه په سلاح ترسره شوې وه خو دغه ناڅاپي په ويټو كولو د خبرو اترو عمل متاثره كړے شو۔ده ووئيل قانون د ټولو لپاره برابر دے ٬ د دې په خلاف ورزۍ رياست د كاروائۍ كولو پابند دے۔ده ووئيل د زندان چارواكي د قانون ترمخه ګامونه اخلي او كوم هم سړے كه هر څومره هم لويې ولې نه وي٬د آئين آرټيكل 25 ترمخه ټول يو برابر دي۔











