اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د پاكستان په دوره راغلې د كرغزستان صدر رصادر ژپاروف د زيارت په ورځ ملاقات كړے دے ۔په دې موقع د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني هم موجود ؤ ۔دم قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې ملاقات په زړه پورې ماحول كښې وشو۔په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو په ود ه ٬ به پارليماني كچه …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د كرغزستان صدر رصادر ژپاروف ملاقات٬ د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د پاكستان په دوره راغلې د كرغزستان صدر رصادر ژپاروف د زيارت په ورځ ملاقات كړے دے ۔په دې موقع د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني هم موجود ؤ ۔دم قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې ملاقات په زړه پورې ماحول كښې وشو۔په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو په ود ه ٬ به پارليماني كچه د روابطو په استحكام٬تجارت او سرمايه كارۍ٬توان٬سيلګرۍ٬تعليم او كلتوري تبادلو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو تفصيلي خبرې وشوې ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل پاكستان كرغزستان سره خپلو پخوانو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده د كرغز صدر د پاكستان دوره خوشبينه ګرځولو سره ووئېل د كرغز صدر رصادر ژپاروف دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه په زړه پورې او نزدې اړيكو ته به لا وده وركولو كښې مهم سنګ ميل ثابت شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل كرغزستان د منطقې يو مهم هېواد دے او پاكستان منطقه كښې امن٬استحكام او د اقتصادي مرستې ودې لپاره هڅې كوي۔ده ووئيل د سيمه ايز تجارت ودې لپاره تل پاتې امن ضرورې دے۔ده ووئېل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بې شمېره قربانۍ وركړې دي خو افسوس دے چې د افغانستان خاوره اوس هم د پاكستان په ضد ترهه كرۍ له استعماليږي كومې څخه چې منطقې تجارتي هلې ځلې او تګ راتګ متاثر كيږي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د منطقې امن٬سلامتيا او استحكام لپاره شريكه حكمت عملۍ او مرستې ته د وخت مهم ضرورت وګرځولو ۔ده په دې موقع د هندي جارحيت تذكره كولو سره ووئېل پاكستان تل د خپلې خپلواكۍ بشپړ تحفظ كړے او د هند جارحيت يې په زړه پورې ځواب وركړے او په دې ورستيو كښې پاكستان د دښمن 7 الوتكې رانسكورې كړې دي۔دغسې دواړو لارښودو به پارليماني او اولسي كچه روابط ته لا ودې وركولو ته هم اتفاق وكړو ۔دغسې ډلو نړيوالو او به سيمه ايزو فورمز د شريكې مرستې ودې له د عزم پخلے وكړو ۔ د كرغزستان صدر رصادر ژپاروف پاكستان ته په راتګ په تود هركلي او مېلمستيا د پاكستان مشرتابه او اولس مننه وكړه ۔هغه ووئيل د پاكستان اولس او مشرتابه چې د كومې مينې او اخلاص څرګندونه كړې هغه به تل يادوم۔كرغز صدر رصادر ژپاروف ووئېل كرغزستان پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په نظر ګوري او په پارليماني كچه روابط كښې اضافه د دواړو هېواونو پارليماني غړو ترمينځه همغږي او مرسته به لا قوي كړي۔هغه په منطقه كښې د امن٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د پاكستان د مثبت كردار ستائنه وكړه











