د وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د وفاقي حکومت او د جمو و کشمير جوائنټ عوامي ايکشن کميټۍ ترمېنځه په لوظنامو د عملدرامد په اړه غونډه

مظفرآباد 04 دسمبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سېفران چارو د وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د وفاقي حکومت او جمو و کشمير جوائنټ عوامي ايکشن کميټۍ ترمېنځه په لوظنامو د عملدرامد په اړه د جاج اغستو غونډه شوې۔ د جاري خبر پاڼې له مخې په غونډه كښې وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري، د آزاد کشمير حکومت وزيرانو ديوان علي خان چغتائي، چوهدري …

مظفرآباد 04 دسمبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سېفران چارو د وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د وفاقي حکومت او جمو و کشمير جوائنټ عوامي ايکشن کميټۍ ترمېنځه په لوظنامو د عملدرامد په اړه د جاج اغستو غونډه شوې۔ د جاري خبر پاڼې له مخې په غونډه كښې وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري، د آزاد کشمير حکومت وزيرانو ديوان علي خان چغتائي، چوهدري قاسم مجيد، د کشمير سيکرټري ظفر حسن، آزاد کشمير چيف سيکرټري خوشحال خان، د جمو و کشمير جوائنټ عوامي ايکشن کميټي غړي شوکت نواز مير او نورو ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې وفاقي حکومت، د آزاد جمو و کشمير حکومت او د جوائنټ عوامي ايکشن کميټي ترمېنځه د ترسره شوي تړون په نكات د عملدرآمد تفصيلي جائزہ واخسته۔ انجینئر امیر مقام په لوظنامه د عملدرامد په اړه د جمو و کشمیر جوائنټ عوامي ایکشن کمیټۍ د غړٶ تحفظات واورېدل او په پاتې نکات يې په سمدستي توګه د عملدرامد باور كولو سره ووئيل د آزاد کشمیر پرمختګ او د اولس خېرښګړه د وزیراعظم شهباز شریف وړومبۍ پام لرنه ده٬ حكومت دلته تعمير او ترقۍ لپاره زيات پرمختيائي فنډز وركړے، د اولس خېرښګړې او د منطقې تعمير او ترقۍ لپاره به ټول وسائل كارولې شي۔ په غونډه كښې د آزاد کشمیر چیف سیکرټرې خوشحال خان د لوظنامې شق وار پیشرفت ه اړه د بريفنګ په مهال ووئيل د كوم نكات تعلق چې د آزاد کشمیر حكومت سره دے په ھغې كښې په زياتره نكات عملدرامد شوے دے او د آئيني بدلونونو چارو په اړه هم كار روان دے