اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په پاكستان نېشنل كونسل آف دي آرټس (پي اېن سي اے) كښې د ملګرو ملتونو لخوا په تابيا كړي نندارتون كښې ګډون وكړو٬ چيئرمېن په دې موقع د بېل آرټ ګيلريز دورہ وكړه او په تخليقي فن پارو كښې يې خوښي ولرله ۔ د سېنېټ چيئرمېن د نندارتون په تابيا اتنظاميه، اړوندو ادارو او ګډون كوٶنكو …
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په پي اېن سي اے كښې د ملګرو ملتونو لخوا په تابيا كړي نندارتون كښې ګډون
اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په پاكستان نېشنل كونسل آف دي آرټس (پي اېن سي اے) كښې د ملګرو ملتونو لخوا په تابيا كړي نندارتون كښې ګډون وكړو٬ چيئرمېن په دې موقع د بېل آرټ ګيلريز دورہ وكړه او په تخليقي فن پارو كښې يې خوښي ولرله ۔ د سېنېټ چيئرمېن د نندارتون په تابيا اتنظاميه، اړوندو ادارو او ګډون كوٶنكو له مباركي وركولو سره ووئيل دا نمائش د تخليقي هلو ځلو، سماجي بېدارۍ او او د كلتوري ودې غوره نمونه ده۔ ده ووئيل فنونِ لطيفه په ټولنه كښې د برداشت، همكارۍ او مثبت طرز فكر ته په ودې وركولو كښې بنيادي كردار لوبوي او داسې هلې ځلې د پاکستان روښانه، امن پسند او په كلتوري توګه متنوع تشخص رامخې ته كوي۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل نندارتون ځوانانو او د تخليقي صلاحيتونو وړ فنکارانو له د څرګندونې موثره پليټ فارم وركړے دے ، چرته چې دوي د خپل فن٬ نظريات او هنر په بشپړه توګه وړاندې كړي دي











