د سېنېټ چيئرمېن سره د کرغزستان صدر وليدل، د شريكې خوښې، د دوه اړخيزه اهميت او د ګڼ اړخيزه مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د سېټېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني کرغزستان سره د باور، سيمه ايز استحکام او امن او خوشحالي په مشترکه عزم اډانه د اوږدې مودې ستراتېژك شراكتداري جوړولو لپاره د پاكستان د غېر متزلزل عزم پخلي كولو سره وئيلي دي دوه اړخيزه سياسي مشاورت او مشترکه وزارتي کميشن په څېر مکينزم د تجارت، روابطو، صحت، تعليم، توان، سېلګرۍ او د ټيکنالوجۍ پشمول نورو …

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د سېټېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني کرغزستان سره د باور، سيمه ايز استحکام او امن او خوشحالي په مشترکه عزم اډانه د اوږدې مودې ستراتېژك شراكتداري جوړولو لپاره د پاكستان د غېر متزلزل عزم پخلي كولو سره وئيلي دي دوه اړخيزه سياسي مشاورت او مشترکه وزارتي کميشن په څېر مکينزم د تجارت، روابطو، صحت، تعليم، توان، سېلګرۍ او د ټيکنالوجۍ پشمول نورو څانګو كښې مرستې زياتولو لپاره موثره فريم ورك وركړے۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره د کرغزستان صدر صادر ژپاروف وليدل٬ په دې موقع د شريكې خوښې٬ په دوه اړخيزه اهميت او د ګڼ اړخيزه مرستې چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د ملاقات په مهال سپيکر سردار اياز صادق، سينيټر کامل علي آغا، د سېنېټ سيکرټري سيد حسنين حيدر او د چيئرمين سلاحكار٬ آئي اېس سي لپاره سفير مصباح کھر هم په دې موقع موجود وٶ۔ د سينيټ چيئرمين سيمه ايزه مرسته قوي كولو لپاره د بين الپارليماني روابطو ودې په اړه د پاكستان د عزم پخلے وكړو او دوارو ډلو د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج يې واخست٬ په خاص توګه تجارت، سرمايه کاري، په بېلو څانګو كښې مرسته٬ سيمه ايز روابط او په اولسي كچه د تبادلو زياتولو پلو پام وګرځولو ۔ سيد يوسف رضا ګېلاني د کرغزستان سپريم کونسل سره پارلماني مرسته لا قوي كولو لپاره د عزم څرګندونه وكړه چې پكښې فرينډشپ ګروپس، اداره جاتي مکالمه او د تبادلې پروګرام شامل دي٬ سيد يوسف رضا ګيلاني د کرغز صدر هركلي كولو سره ووئيل د پاکستان او کرغزستان ترمېنځه ژوره دوستي په مشتركه اقدارو، كلتوري قربت، اسلامي ورثه او د شريك احترام په اوږد تاريخ اډانه ده ۔ د سېنېټ چيئرمېن د اي سي او او د او آئي سي په پليټ فارمز په بين الپارلماني اقدامات كښې د کرغزستان د تعميري کردار ستائنه وكړه ٬ په نومبر كال 2025 كښې په اسلام آباد كښې د بين الپارليماني سپيکرز کنفرنس (آئي اېس سي) د کاميابۍ ذکر كولو سره ده “اسلام آباد کميونيك” منظوري د نړيوالې پارلماني سفارتکارۍ قوي كولو له مهم پېشرفت وګرځولو ٬ ده د کرغزستان پلاوي د فعاله ګډون مننې كولو سره ووئيل د کنفرنس موضوع “امن، سلامتيا او پرمختګ” نن نړۍ ته د رامخې ته چېلنجز عكاسي كوي۔ د سيمه ايزو روابطو په حواله د سېنېټ چيئرمېن د بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو (بي آر آئي) او د سي پيك د بشپړه ملاتړ پخلي كولو سره ووئيل ګوادر، بن قاسم او د کراچۍ بندرځايونه د کرغزستان پشمول د مېنځنۍ آسياء نورو هېوادونو لپاره ستراتېژك رسنه وركوي۔ ده دا هم باور وركړٶ چې پاکستان په منطقه كښې تجارت او ټرانزټ آسانولو لپاره څلور هېواديزه ټرافېك اِن ټرانزټ ټرٶن (کيو ټي ټي اے) لا فعاله كولو له چمتو دے۔۔ د توان په اړه خپلو خبرو كښې ده CASA-1000 منصوبه مېنځنۍ او سوئيلي آسيا لپاره كلين انرژي سره تړلو لپاره يوه ځانګړې منصوبه وګرځوله۔ ده د دفاع، ترهګرۍ مخنيوي٬ سائنسي تحقيق او د اعليٰ تعليم په څانګو كښې د مرستې د زياتولو د خواهش څرګندونې سره ووېيل دا مهال په کرغزستان كښې د اتلس زره نه زيات پاكستاني زده كوٶنكي د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پل كردار لوبوي۔ ده د سېلګرۍ٬ كلتوري تبادلې٬ نېغ په نېغه د فضائي رابطو او په ويزا كښې د اسانۍ د پراخه موقعو ذكر كولو سره ووئيل په اولسي كچه روابط دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو لپاره ډېر مهم دي۔ سيد يوسف رضا ګيلاني کرغزستان سره د باور، سيمه ايز استحكام او امن او د خوشحالۍ په مشتركه عزم اډانه د اوږدې مودې ستراتېژك اړيكو لپاره د پاکستان د غير متزلزل عزم پخلے وكړو٬ دغسې صدر صادر ژپاروف پاکستان سره سفارتي او اقتصادي مرسته لا پراخه كولو لپاره د خپل خواهش څرګندونه وكړه۔ صدر تجارت او سرمايه کاري لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے وكړو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د نزدۍ همكارۍ په ضرورت يې زور راوړو۔ ده په نړيوال فورمز د پاکستان د موقف د بشپړ ملاتړ باور وركولو سره د دواړو هېوادونو اړيكو په روښانه سباٶن د باور څرګندونه وكړه۔ سپيکر سردار اياز صادق د دواړو هيوادونو ترمېنځه د پارلماني، سفارتي او اقتصادي مرستې د ودې په اهميت رڼا واچوله۔