اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي)د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير خالد حسين مګسي سره د كورين مرستې ايجنسۍ(كوئيكا)صدر چانګ وون سام په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ كوريا پلاوي ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د پاكستان او جمهوريه كوريا ترمينځه د سائنس٬ټېكنالوجۍ او پرمختيائي څانګو كښې شريكې مرستې ته لا د ودې وركولو په اړه تفصيلي خيالاتو څرګندونه كړی۔وفاقي وزير خالد حسين مګسي پاكستان او د كوريا ترمينځه د …
د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير د كوئيكا صدر په مشرۍ كښې د كوريا پلاوي سره ملاقات٬ په سائنسي او تكنيكي مرسته لا قوي كولو اتفاق
اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي)د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير خالد حسين مګسي سره د كورين مرستې ايجنسۍ(كوئيكا)صدر چانګ وون سام په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ كوريا پلاوي ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د پاكستان او جمهوريه كوريا ترمينځه د سائنس٬ټېكنالوجۍ او پرمختيائي څانګو كښې شريكې مرستې ته لا د ودې وركولو په اړه تفصيلي خيالاتو څرګندونه كړی۔وفاقي وزير خالد حسين مګسي پاكستان او د كوريا ترمينځه د اوږدې مودې اړيكو اهميت رامخې ته كولو سره ووئېل دواړه هېوادونه سائنسي پرمختګ٬ټېكنالوجۍ او جدت په ميدان كښې يو بل تجربو څخه بشپړه ګټه پورته كولې شي۔ده هيله څرګند كړه چې د كوريا مهارت او مرستې څخه به پاكستان خپل پرمختيائي اهداف سر كولو كښې ځانګړی كاميابۍ ترلاسه كړي۔كوئيكا صدر چانګ وون سام باكستان سره د پائيداره اړيكو او شراكتدارۍ د عزم پخلے وكړو۔ده ووئيل د كوريا لخوا وركړې مرسته او د سرمايه كارۍ مقصد پاكستان كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ څانګه قوي كول دي۔ده كوريا يو مثالي شراكتدار ګرځولو سره ووئېل كوريا په خپل تاريخ كښې د ورمخې ته ستونزو باوجود غوره پرمختګ مثال جوړ كړے ۔ د كوئيكا صدر دا مهال د پاكستان كوريا پي وي ماډيولز لپاره د ټيسټنګ ليبارټري او اړوند آلاتو د پرانستې په لړ كښې پاكستان كښې موجود دے۔ملاقات كښې دواړو ډلو په دې خبره زور راوړو چې پاكستان او كوريا شريكې مرستې د لارې د پاكستاني اولس ژوند معيار ښه كولو٬پائيدار معاشي او سماجي پرمختګ او ملګرو ملتونو پائيدار پرمختيائي اهداف(ايس ډي جيز) سر كولو لپاره په شريكه توګه كار كوي۔د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزارت او كوئيكا ترمينځه د سولر فوټو وولټائيك فيلډ ټيسټنګ او سولر انورټر ټيسټنګ په څانګو كښې نړيوال معيار له مخې په شريكو پروژو هم خبرې وكړې۔د كوريا پلاوي په پاكستان كښې په روانو پروژو د اطمينان څرګندونې كولو سره د ټېكنالوجۍ او جدت په څانګو كښې مرستې لا زياتولو له د عزم څرګندونه وكړه ۔











