اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د انرژۍ وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري د پاکستان او مېنځنۍ آسياء هېوادونو ترمېنځه د مرستې د لارې کاسا انرجي مارکيټ جوړولو تجويز وراندې كړے دے كوم چې به د اروپا د انرژي ګرډ په طرز د منطقې ټولو هېوادونو ته د تجديد وړ توان او د روايتي توان د بشپړه استعمال موقعې وركوي۔ سردار اويس لغاري دا تجويز په اسلام …
وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري سره د کرغزستان خپل همڅنګ ابراروف تالائبيک اوموکيوِچ وليدل
اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د انرژۍ وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري د پاکستان او مېنځنۍ آسياء هېوادونو ترمېنځه د مرستې د لارې کاسا انرجي مارکيټ جوړولو تجويز وراندې كړے دے كوم چې به د اروپا د انرژي ګرډ په طرز د منطقې ټولو هېوادونو ته د تجديد وړ توان او د روايتي توان د بشپړه استعمال موقعې وركوي۔ سردار اويس لغاري دا تجويز په اسلام آباد كښې د کرغزستان د توان وزير ابراروف تالائبيک اوموکيوِچ سره په ملاقات كښې وړاندې كړې۔ په ملاقات كښې وفاقي وزير د خپل همڅنګ هركلي كولو سره ووئيل چې کاسا-1000 منصوبې نفاذ لپاره يو داسې لائحې ته اړتيا ده كومه چې په دواړو منطقو كښې په كمه بيعه د موسمي بجلۍ شتون په نظر كښې وساتي۔ د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔











