د آئي ټي او ټيلي كام وفاقي وزيرې سره د متحده عرب امارات سفير ملاقات ٬ په ډیجیټل پرمختيائي منصوبو كښې د مرستې په بيلو امكانانو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔4 دسمبر(اے پی پی) د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټيلي كميونكېشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دي چې پاكستان د يو ځانګړي نړيوال ټېك ډيسټي نېشن په توګه رامخې ته كيږي كوم چې په ځوان ټېلېنټ ٬ پراخا كېدونكي سټارټ اپ اېكو سسټم او انووېشن دوست پالېسيو اډانه لري۔ د زيارت په ورځ د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن وزارت څخه د جاري شوي بيان له مخې په پاكستان …

اسلام آباد۔4 دسمبر(اے پی پی) د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټيلي كميونكېشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دي چې پاكستان د يو ځانګړي نړيوال ټېك ډيسټي نېشن په توګه رامخې ته كيږي كوم چې په ځوان ټېلېنټ ٬ پراخا كېدونكي سټارټ اپ اېكو سسټم او انووېشن دوست پالېسيو اډانه لري۔ د زيارت په ورځ د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن وزارت څخه د جاري شوي بيان له مخې په پاكستان كښې د متحده عرب امارات نوي ټاكلي شوي سفير سالم الزعابی وفاقی وزیرې شزا فاطمه خواجه سره په اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په انفارمېشن اېنډ کمیونیکېشن ټېکنالوجی ، رامخې ته كېدونكې ټېكنالوجي او د ډیجیټل ټرانسفارمېشن څانګو كښی دوه اړخيزه مرستې ته په وده وركولو تفصيلي خبرې وشوې۔ د ملاقات په مهال دواړو اړخونو د پاكستان ډيجيټل پرمختيائي منصوبو كښې په بېلو امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وكړه په كومو كښې چې په ټېكنالوجي اډانه انووېشن، ډیجیټل انفراسټرکچر او د كار استعداد كښې زياتوالې شامل دے۔ د ملاقات په پايه كښې دواړو اړخونو د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه د ټېكنالوجي ٬ جدت او ډيجيټل ټرانسفارمېشن په څانګو كښې د مرستې لا زياتولو ګډ عزم څرګندونه وكړه۔