د مذهبي چارو وزارت د كوچنيانو تربيې ٬ تحفظ او د علماﺀ كرامو ترمينځه د رابطې په شمول هر ډول مرستې له چمتؤ دے: ډاكټر عطاﺀ الرحمن

اسلام آباد۔4 دسمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي سېكرټري ډاكټر عطاﺀ الرحمن وئيلي ي چې نن د نړۍ تر ټولو مهم كار د كوچنيانو تحفظ ٬ تعليم ٬ تربيه او د هغوي د روغتيا خيال ساتل دي٬ د مذهبي چارو وزارت د كوچنيانو تربيې ٬ تحفظ او د علماﺀ كرامو ترمينځه د رابطې په شمول هر ډول مرستې له هر وخت تيار دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د …

اسلام آباد۔4 دسمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي سېكرټري ډاكټر عطاﺀ الرحمن وئيلي ي چې نن د نړۍ تر ټولو مهم كار د كوچنيانو تحفظ ٬ تعليم ٬ تربيه او د هغوي د روغتيا خيال ساتل دي٬ د مذهبي چارو وزارت د كوچنيانو تربيې ٬ تحفظ او د علماﺀ كرامو ترمينځه د رابطې په شمول هر ډول مرستې له هر وخت تيار دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د اسلامک ریلیف او مذهبي چارو وزارت اشتراك سره د تعليم او تربېې او د كوچنيانو حقونو سره اړوند سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په كورونو او وركشاپس كښې كار كوؤنكو كوچنيانو ته به زيات پام كول وي٬ ددې كوچنيانو د تعليم او تربيې انتظام زيات ضروري دے٬ كه د كار په ځايونو كښې كېمرې لګېدې شي نو بيا په كلاسونو او مدرسو كښې هم لګېدې شي۔ دې سره مونږ په تعليمي ادارو كښې جنسي استحصال ختمولې شوو۔ ده ووئيل د اسلامي تعليماتو په رڼا كښې د كوچنيانو د تحفظ په اړه متفقه فتوی د ستائې وړ ده۔ ده ووئيل په ګټرو كښې د كوچنيانو د پرېوتو پېښې زمونږ د غفلت دلاسه رامخې ته كيږي۔ ده ووئيل په پرمختګ كړې ټولنو كښې ماشومان وي آئي پيز وي له دې كبله زمونږ زيات پام بايد كوچنيانو ته وي۔ په دې لړ كښې به نور هم كار كول وي۔ ده ووئيل هيله ده چې دا لړۍ پېل شوې ده ددې به مثبت نتيجې رامخې ته شي