د سعودي حکومت لخوا د پاكستان اقتصادي مرستې له د 3 ارب ډالرو ډيپازټ موده وغځولې شوه

اسلام آباد۔4دسمبر(اے پی پی) سعودي فنډ فار ډوېلپمنټ د سعودي عربستان د حکومت لخوا د 3 ارب ډالرو ډيپازټ په موده كښې د يو كال پراختيا كړې ده۔ دا موده د روانې دسمبر مياشتې په 8 مه نېټه ترسره كېدونكې وه۔ د سټېټ بنک لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې دا پیسې د پاکستان د حکومت په غوښتنه د پاکستان په سټېټ بانک کښې جمع كړې شوې وې۔ د …

اسلام آباد۔4دسمبر(اے پی پی) سعودي فنډ فار ډوېلپمنټ د سعودي عربستان د حکومت لخوا د 3 ارب ډالرو ډيپازټ په موده كښې د يو كال پراختيا كړې ده۔ دا موده د روانې دسمبر مياشتې په 8 مه نېټه ترسره كېدونكې وه۔ د سټېټ بنک لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې دا پیسې د پاکستان د حکومت په غوښتنه د پاکستان په سټېټ بانک کښې جمع كړې شوې وې۔ د ډيپازټ په موده كښې پراختيا پاكستان لپاره د سعودي عربستان د پرله پسې مالي مرستې برخه ده چې ورسره به نه يوازې دا چې د پاكستان د زر مبادله زېرمې پیاوړتیې شي بلكې دا به د هېواد په معاشي پرمختګ او استحكام كښې مرستياله هم وګرځي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د 3 ارب ډالر ډيپازټس په اولني ځل كال 2021 كښې سټېټ بنك سره اېښودلې شوې وو او دې څخه وروستو ددې په موده كښې پرله پسې پراختيا كولې شي