د يوولسم اين ايف سي ايوارډ چارې كاميابۍ سره تر پايې رسول زمونږ منزل دے: د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب غونډې ته وينا

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب وئيلي دي چې د قامي مالياتي كمېشن كردار په هيواد كښې د وسائلو سپېځلې وېش٬ مالياتي استحكام او تل پاتې معاشي پرمختګ لپاره بنيادي اهميت لري، د يوولسم اېن اېف سي ايوارډ چارې كاميابۍ سره تر پايې رسول زمونږ منزل دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د خزانې په وزارت كښې د 11م …

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب وئيلي دي چې د قامي مالياتي كمېشن كردار په هيواد كښې د وسائلو سپېځلې وېش٬ مالياتي استحكام او تل پاتې معاشي پرمختګ لپاره بنيادي اهميت لري، د يوولسم اېن اېف سي ايوارډ چارې كاميابۍ سره تر پايې رسول زمونږ منزل دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د خزانې په وزارت كښې د 11م قامي مالياتي كمېشن پرانستې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ د خزانې وزير خپل ابتدائي كلماتو كښې د اعلٰی وزيرانو، د خزانې د صوبائي وزيرانو٬ سېكرټريز او د نورو غړو په 11م نېشنل فنانس كمېشن كښې د ګډون كولو مننه كولو سره ووئيل نننۍ غونډه زمونږ لپاره آئيني ذمه داري او د شريكې مرستې اهمه موقع ده٬ دا فورم د پاكستان آئين د آرټيکل 150 له مخې جوړ كړې شوې ٶ۔ ده ووئيل د لسم اېن اېف سي ايوارډ موده په 21 جولائي كال 2025 كښې ترسره شوې ده او په دې تناظر كښې د دې غونډې اهميت لا زياتېږي۔ ده ووئيل د وفاقي حكومت واصح او پوخ عزم ٶ چې د 11م اېن اېف سي پرانستې غونډه د كوم تاخير نه غېر راوبللے شي٬ وزيراعظم خپله په دې خبره كښې دلچسپي اخلي چې دا غونډه زر تر زره وشي او صوبو هم د خپلې آئيني ذمه دارۍ په وخت ادا كولو لپاره د بشپړه عزم څرګندونه كړې۔ ده ووېيل چې خېبر پښتونخوا٬ پنجاب او سندھ كښې د تباه كن سېلاب له امله دا غونډه موخر كړې شوې٬ په دې لړ كښې د اندېښنو او ګنګوسۍ بهترين حل د زړه د خلاصه او سپېځلې مكالمه ده٬ ده ووئيل نن دلته مونږ اوپن مائنډ او د تعصب نه غېر موجود يو او زمونږ وړومبۍ ترجيح د يو بل خبره اورېدل دي٬ وفاقي حكومت د صوبو موقف اورېدو لپاره دلته موجود دے٬ د صوبو لخوا په قامي مالياتي تړون لاسليك ډېر د قدر وړ اقدام دے او دا زمونږ مشتركه عزم او په قامي مفادو كښې په ګډه د كار كولو د صلاحيت ثبوت دے٬ د صوبو لخوا د لازمي سرپلسز ترلاسه كولو او په آئي اېم اېف پروګرام دعملدرآمد باوري كولو مرسته د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل چې د اېن اېف سي کردار په هېواد كښې د وسائلو سپېځلې تقسيم، مالياتي استحکام او تل پاتې معاشي ترقۍ لپاره بنيادي اهميت لري٬ په راتلونكې اوونيو او مياشتو كښې به دا بامقصده او تعميري مباحث جاري وي او هيله لرو چې ټول غړي به بامعني او جامع مکالمې لپاره بشپړه عزم سره مخ په وړاندې لاړ شي۔ د خزانې وزير وويل د يو بل خبره اورېدل او اتحاد٬ مرسته او د احترام جذبې سره به معاملې مخ په وړاندې بيايوو او د يوولسم اين ايف سي ايوارډ چاره كاميابۍ سره تر پايې رسول زمونږ منزل دے۔