د پاکستان برتانيې څخه د شهزاد اکبر او عادل راجه د سپارلو غوښتنه ٬ داخله وزير دستاويزي ثبوت د برتانيې هائي کمشنر ته وركړو

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي برتانيې څخه د مطلوب تورنو شهزاد اکبر او عادل راجه په سمدستي توګه د سپارلو رسمي مطالبه كړې ده٬ دا مطالبه ده د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې د برتانيې هائي کمشنرې جين ميريټ سره په شوې يو بېړني ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې وفاقي وزير محسن نقوي د شهزاد اکبر او د …

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي برتانيې څخه د مطلوب تورنو شهزاد اکبر او عادل راجه په سمدستي توګه د سپارلو رسمي مطالبه كړې ده٬ دا مطالبه ده د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې د برتانيې هائي کمشنرې جين ميريټ سره په شوې يو بېړني ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې وفاقي وزير محسن نقوي د شهزاد اکبر او د عادل راجه سپارلو په اړه سرکاري کاغذات او قانوني دستاويزات هائي كمشنرې ته وركړل ٬ محسن نقوي د دواړو كسانو لخوا د پاكستان په ضد د پروپيګنډے كوټلې شواهد هم وړاندې كړل او دا خبره يۍ په ډاګه كړه چې دا كسان د پاكستان قانون ته مطلوب دي، دې لپاره دې دا كسان په سمدستي توګه پاكستان ته حواله كړې شي٬ محسن نقوي په سپينو ټكو ووئيل چې د رايې په آزادۍ بشپړه باوري لرو٬ خو فيک نېوز او ډس انفارمېشن دا مهال هر هېواد لپاره امنيتي مسئله جوړه شوې ده۔ ده زياته كړه چې بهر هېواد څخه د رياستي او قامي ادارو په ضد بهتان لګول او د زهرجنو خبرو اجازه د نړۍ يو هېواد هم نشي وركولې٬ ده د دې اميد څرګندونه وكړه چې برتانيه به د دې كسانو پاكستان ته په حواله كولو كښې مرسته وكړي٬ په ملاقات كښې په برتانيه كښې د غېر قانوني مېشته پاکستانيانو په واپسۍ او د پاك برتانيه د امنيتي مرستې په زياتولو هم تفصيلي خبرې وشوې۔ ده ووئيل چې داخله وزارت د خارجه وزارت د لارې هم د حوالګۍ عمل پېل كړے دے ۔ په ملاقات كښې داخله وفاقي سيکرټري خرم آغا او د وزارت نور لوړ پوري هم موجود وو۔