د وزيراعظم شهباز شريف او كرغز صدر صادر ژپاروف ترمينځه د پلاويو په كچه ملاقات ٬ د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ په زياتولو اتفاق

اسلام آباد۔4دسمبر(اے پی پی) پاکستان او كرغزستان د دوه اړخيزه اقتصادي همكارۍ زياتولو حاجت په ډاګه كولو سره د خپل منځه تجارت او سرمايه كارۍ په زياتولو اتفاق كړے او سولييز او مستحكم افغانستان او افغان اولس لپاره يۍ د تلپاتي سباؤن عزم پخلي كولو سره په دې موافقت كړے چې افغان طالبان حکومت له به نړيوالې ورورولۍ سره كړې خپل لوظونه پالل وي او د پاكستان جائز امنيتي اندېښنې …

اسلام آباد۔4دسمبر(اے پی پی) پاکستان او كرغزستان د دوه اړخيزه اقتصادي همكارۍ زياتولو حاجت په ډاګه كولو سره د خپل منځه تجارت او سرمايه كارۍ په زياتولو اتفاق كړے او سولييز او مستحكم افغانستان او افغان اولس لپاره يۍ د تلپاتي سباؤن عزم پخلي كولو سره په دې موافقت كړے چې افغان طالبان حکومت له به نړيوالې ورورولۍ سره كړې خپل لوظونه پالل وي او د پاكستان جائز امنيتي اندېښنې لرې كولو له به د ترهګر عناصرو په ضد كوټلي او د تصديق وړ ګامونه پورته كول وي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف او د كرغستان صدر صادر ژپاروف ترمينځه په وزيراعظم هاؤس كښې د پلاويو په كچه ملاقات وشو۔ په دوه اړخيزه مذاكراتو كښې د وزيراعظم معاونت د نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منېر په شمول وفاقي وزيرانو او مشرانو چارواكو كولو ۔ د بيان له مخې وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې پاكستان جمهوريه كرغستان سره خپلو د ورورولۍ اړيكو ته زيات اهميت وركوي۔ وزيراعظم وسطي آسيائي هېوادونو سره رابطو ته وده وركولو له د پاکستان “وژن سېنټرل اېشیا” پالیسۍ له مخې د خپل عزم پخلے وكړو۔ دواړو لارښودو د پاكستان او كرغستان اړيكو ته د ودې وركولو او ددې په لا پراخا كولو زور راوړو۔ دواړو لارښودو په بېلو څانګو كښې همكاري لا مضبوطولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ د دوه اړخيزه همكارۍ زياتولو حاجت په ډاګه كولو سره دواړو لارښودو دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ته د ودې په وركولو اتفاق وكړو۔ دوئي د دورې په مهال په لاس ليك شوو لوظنامو او د مفاهمت په يادښتونو د مؤثر عمل درآمد د لارې تر كال 2027۔2028 د دوه اړخيزه تجارت حجم 200 ملین امریکائي ډالر ته په رسولو هم اتفاق وكړو۔ دواړو لارښودو د ملاقات په مهال په 28-29 جولائی 2025ء اسلام آباد كښې د كرغستان – پاكستان ګډ سركاري كمېشن د 5 مې كاميابۍ سره په تابيا كېدو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو سيمه ايز استحكام لپاره د توان په څانګه كښې د مرستې اهميت تسليمولو سره په کاسا 1000 منصوبه په وخت او فعاله عملدرآمد له د خپل ګډ عزم پخلے وكړو۔ دا منصوبه د توان په څانګه كښې مرستې لپاره د يو مهم سنګ ميل او مهمې رابطې حېثيت لري۔ دواړو لارښودو د جمهوريه كرغستان او پاكستان ترمينځه د محفوظ، مستحکم ٬ تلپاتې او ګڼ اړخيزه رابطو په حاجت هم زور راوړو۔ په دې تناظر كښې دوه اړخيزه او سيمه ايز تجارت كښې زياتوالي لپاره د پاکستان او کرغزستان ترمينځه د “کواډریلیټرل ټرېفک ان ټرانزټ اېګریمنټ” لاندې د روډ کورېډور په فعاله كېدو د اطمينان څرګندونه وكړې شوه۔ په مذاكراتو كښې دواړو لارښودو په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه او سيمه ايز امن او سلامتيا په پېښو خطرو اندېښنه ښكاره كولو سره يۍ په دې خبره اتفاق وكړو چې شخړې بايد د نړيوال قانون او په خاص توګه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې په سوليز ډول حل كړې شي۔ دواړه لارښود په دې هم سلا شول چې افغان طالبان حکومت له به نړيوالې ورورولۍ سره كړې خپل لوظونه پالل وي او د پاكستان جائز امنيتي اندېښنې لرې كولو له دې د ترهګر عناصرو په ضد كوټلي او د تصديق وړ ګامونه پورته كړې شي۔ دواړو لارښودو په غزه كښې امن لپاره په روانو هڅو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او د كال 1967 وړاندې پولو او القدس شريف پلازمينې سره يۍ د يو آزاد فلسطيني رياست ملاتړ وكړو۔ په دې موقعه د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښېد توان ٬ معدنيات ٬ تجارت ٬ تعليم ٬ قانون او انصاف ٬ كلتور او سېلګرۍ په شمول د شريكې خوښې د 15 مفاهمتي يادښتونو د تبادلې او په لوظنامو د لاس ليك دستوره وشوه په كومه كښې چې د پاكستان وزيراعظم او د كرغزستان صدر ګډون وكړو۔ دې څخه وړاندې وزیراعظم شهباز شریف د کرغزستان صدر ته په وزيراعظم هاؤس كښې تود هركلے ووے۔ ګرانه مېلمه ته د پاکستان وسله وال پوځ يوې چمتؤ ډے ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ وزیراعظم د كرغستان صدر او د هغه د پلاوي په درناوي كښې د غرمې ډوډۍ مېلمستيا وكړه۔ وروستو دواړو لارښود ميډيا سره خبرې هم وكړې په كومه كښې په ملاقات كښې د شوو خبرو په نكتو رڼا واچولې شوه۔(