د پاکستان او کرغزستان ترمېنځه تجارت، معيشت، كر كېلې، توان، د بندر ځايونو استعمال او د تعليم پشمول بېلو څانګو كښې شريكې مرستې لپاره په 15 لوظنامو او د مفاهمت ياددښتونو تبادله

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان او کرغزستان ترمېنځه تجارت، معيشت، زراعت، توان، د بندر ځايونو كارولو او د تعليم پشمول بېلو څانګو كښې شريكې مرستې لپاره په 15 لوظنامو او د مفاهمت ياددښتونو تبادله وشوه٬ وزيراعظم شهباز شريف او د کرغزستان صدر صادر ژپاروف ترمېنځه د خبرو نه پس د زيارت په ورځ په خاص دستوره كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلو څانګو كښې په …

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان او کرغزستان ترمېنځه تجارت، معيشت، زراعت، توان، د بندر ځايونو كارولو او د تعليم پشمول بېلو څانګو كښې شريكې مرستې لپاره په 15 لوظنامو او د مفاهمت ياددښتونو تبادله وشوه٬ وزيراعظم شهباز شريف او د کرغزستان صدر صادر ژپاروف ترمېنځه د خبرو نه پس د زيارت په ورځ په خاص دستوره كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلو څانګو كښې په لوظنامو او مفاهمت د ياددښتونو تبادله وشوه٬ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف او د کرغزستان صدر صادر ژپاروف هم موجود وٶ٬ د پاکستان فارن سروس اکيډمي او د کرغزستان د ډپلوميټک اکيډمۍ ترمېنځه مرستې لپاره د مفاهمت په ياددښت نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينټر اسحاق ډار او د کرغزستان خارجه وزير ژينبيك کولوبايف، د تجارت وزارت او د کرغزستان د معيشت او تجارت وزارت ترمېنځه مرستې لپاره د مفاهمت ياددښت د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان او د کرغزستان د معيشت او تجارت وزير بکيټ سيډيکوف، کان کنۍ او په جيو سائنسز كښې مرستې لپاره د مفاهمت په ياددښت د توان وفاقي وزير علي پرويز ملك او د کرغزستان خارجه وزير ژينبيک کولوبايف، د توان په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې لپاره د مفاهمت په ياددښت وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري او د کرغزستان د توان وزير تاليبيك، په بندرځايونو او لاجسټک رابطو كښې مرستې لپاره د مفاهمت په ياددښت د رېلوے وزير مملکت بلال اظهر کياني او د کرغزستان د معيشت او تجارت وزير بکيټ سيډيکوف، په زرعي څانګه كښې مرستې لپاره د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه او د کرغزستان لخوا خارجه وزير ژينبيک کولوبايف، د سزا وار كسانو تبادلې لپاره په لوظنامه د داخله چارو وزير مملکت طلال چوهدري او د کرغزستان پراسيکيوټر جنرل مکسټ اساناليو او د کسټمز ترمېنځه د اليکټرانک ډيټا تبادلې لپاره د مفاهمت په ياددښت د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان او د کرغزستان خارجه وزير ژينبيک کولوبايف، د کرغزستان د خارجه وزارت د ډپلوميټک اکيډمۍ او د نيشنل يونيورسټي آف ماډرن لينګيويز ترمېنځه په مفاهمتي ياددښت، د وزيراعظم يوتھ پروګرام او د کرغستان د كلتور، اطلاعات او سپورټس او د يوتھ پاليسۍ ترمېنځه په مفاهمتي ياددښت لاسليك وشول٬ د بشکيك او اسلام آباد ترمېنځه د سسټر سټي اړيكو جوړولو لپاره په تړون طلال چوهدري او د بشکيك ميئر لاسليكونه وكړل٬ د دې نه علاوه د كلتور په څانګه كښې هم لوظنامه وشوه چې پرې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ او د کرغزستان د كلتور او اطلاعات وزير لاسليك وكړو ٬د آلات جراحي په څانګه كښې مرستې لپاره په مفاهمتي ياددښت د صحت وزير مملکت ډاکټر مختار احمد ملك او د کرغزستان خارجه وزير لاسليك وكړو ٬ د سېلګرۍ په څانګه كښې مرستې لپاره په مفاهمتي ياددښت وفاقي وزير رانا ثناء الله خان او د کرغزستان د تجارت او معيشت وزير لاسليك وكړو او د د زراعت په څانګه كښې مرستې لپاره په مفاهمتي ياددښت وفاقي وزير احد خان چيمه او د کزغزستان خارجه وزير لاسليك وكړو۔