وزيراعظم شهباز شريف او د کرغز صدر صادر ژپاروف ترمېنځه ملاقات٬ تجارت٬ توان، مواصلات او په نورو څانګو كښې په شريكه مرسته د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف او د کرغزستان صدر صادر ژپاروف ترمېنځه ملاقات شوے چې پكښې تجارت٬ توان، مواصلات او په نورو څانګو كښې په شريكه مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د زيارت په ورځ شل كاله پس د کرغزستان د مشر د پاکستان دوره ډېره خوشبينه ده٬ دوه اړخيزه مرستې ته لا …

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف او د کرغزستان صدر صادر ژپاروف ترمېنځه ملاقات شوے چې پكښې تجارت٬ توان، مواصلات او په نورو څانګو كښې په شريكه مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د زيارت په ورځ شل كاله پس د کرغزستان د مشر د پاکستان دوره ډېره خوشبينه ده٬ دوه اړخيزه مرستې ته لا ودې وركولو لپاره د صدر صادر ژپاروف دا دوره به ډېره ګټوري وي، په ملاقات كښې صدر صادر ژپاروف په پاکستان كښې په تود هركلي د وزيراعظم شهباز شريف مننه وكړه ٬ صدر صادر ژپاروف پاکستان سره په بېلو څانګو كښې مرسته لا زياتولو او د شريكې همكارۍ نوو موقعو لټولو لپاره خپله خوښي څرګنده كړه۔ په ملاقات كښې د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، نيشنل سکيورټي ايډوائزر ليفټيننټ جنرل عاصم ملک او خاص مرستيال طارق فاطمي هم موجود وٶ۔