اسلام آباد۔4 دسمبر(اے پی پی) پاکستان او ایران په دوه اړخيزه تجارتي او سفارتي اړيكو كښې د يو نوي باب زياتوالي سره د ’استنبول-تهران-اسلام آباد(ITI) مال وړونكي ټرېن د سږ كال په بيا بحالولو اتفاق كړے دے۔ دا پرېكړه د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي او په پاكستان كښې د ايران سفير ډاكتر رضا اميري مقدم ترمينځه په شوي ملاقات كښې وشوه۔ په ملاقات كښې د ایران کمرشل کونسلرې محترمې …
د پاكستان او ايران سږ كال د آئي ټي آئي ټرين په بحالولو اتفاق ٬ تجارتي حجم زياتولو له د لوظ پخلے
اسلام آباد۔4 دسمبر(اے پی پی) پاکستان او ایران په دوه اړخيزه تجارتي او سفارتي اړيكو كښې د يو نوي باب زياتوالي سره د ’استنبول-تهران-اسلام آباد(ITI) مال وړونكي ټرېن د سږ كال په بيا بحالولو اتفاق كړے دے۔ دا پرېكړه د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي او په پاكستان كښې د ايران سفير ډاكتر رضا اميري مقدم ترمينځه په شوي ملاقات كښې وشوه۔ په ملاقات كښې د ایران کمرشل کونسلرې محترمې کمالی مقدم هم ګډون كولو۔ دواړو لارښودو په پاك – ايران اړيكو د اطمينان څرګندونې سره په سباؤن كښې د همكارۍ په لا مستحكمولو اتفاق وكړو۔ وفاقی وزیر حنیف عباسی ووئيل د رېل د لارې تجارت به نه يوازې دا چې د پاكستان رېلوے ريونيو زياته كړي بلكه دا د هېواد د معيشت استحكام لپاره هم ضروري دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د تجارتی سامان په وخت ترسيل لپاره د رېل نظام تر ټولو فعاله او كم مصرفه ذريعه ده۔ ده ووئيل مونږ منطقه د رېلوے نېټ ورك سره د تړلو د لارې پاكستان د تجارتي راهدارۍ مركز جوړول غواړؤ۔ د ملاقات په مهال ايراني سفير د رېلوے وفاقي وزير ته د ايران سركاري دورې بلنه وركړه۔ حنيف عباسي د بلنې قبلولو سره ووئيل په ايران كښې مقدسو مقاماتو ته تلل به ما لپاره يو سعادت وي۔ ده ووئيل هغه به د دورې په مهال د ايران رېلوے د عصري نظام جاج هم واخلي دغسې چې د پاكستان رېلوے بهترۍ لپاره د هغوي له تجربو څخه استفاده وكړې شي











