نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سره د كرغزستان خارجه وزير ملاقات٬ د شريكې خوښې چارو په شمول په سيمه ايز او نړيوال پيشرفت د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د كرغزستان خارجه وزير زين بيك كلولو بائيوو په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ تېره ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال دواړو د پاك – كرغزستان اړيكو د ټولو اړخونو جاج واغست په كومو كښې چې سياسي ٬ معاشي ٬ توان ٬ رابطه ٬ كلتوري …

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د كرغزستان خارجه وزير زين بيك كلولو بائيوو په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ تېره ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال دواړو د پاك – كرغزستان اړيكو د ټولو اړخونو جاج واغست په كومو كښې چې سياسي ٬ معاشي ٬ توان ٬ رابطه ٬ كلتوري او تعليمي مرسته شامله ده۔ دواړو د دوه اړخيزه بېلو لوظنامو جاج هم واغست كومې چې د كرغستان صدر د پاكستان دورې په مهال لاس ليك شوې۔ دواړو د پاكستان – كرغستان د دوه اړخيزه سياسي مشاورت او بېن الحكومتي كمېشن باقاعده غونډې په تابيا كولو il اتفاق وكړو دغسې چې د اړيكو بشپړ صلاحيت څخه ګټه پورته كړې شي۔ دواړو لارښودو د اقتصادي مرستې په لا زياتولو اتفاق وكړو او په دې خبره يۍ اطمينان څرګند كړو چې د دورې په موقع به بزنس فورم كولې شي۔ دواړو خارجه وزيرانو هيله څرګنده كړه چې د ټرانزټ ټرېډ لوظنامې زر تر زره بشپړېدو سره به د 100 ملين امريكائي ډالره دوه اړخيزه تجارت له مرسته ترلاسه شي۔ دواړو اړخونو د CASA-1000 منصوبې په وخت او په فعاله ډول نافذ كولو له د خپل ګډ عزم پخلے هم وكړو۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار د پاكستانو زده كوؤنكو او كارمندانو په كوربتوب د كرغزستان حكومت او اولس مننه وكړه او اولسي رابطو ته ودې وركولو له يۍ مرستې ته د اداره جاتي شكل په وركولو او زياتولو اتفاق وكړو۔ اسحاق ډار په سوئيلي آسيا كښې امن او سلامتيا ته پېښو خطرو رڼا اچولو سره د سيمه ايزو هېوادونو لخوا د تحمل او مسؤولانه طرز عمل خپلولو په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل د سوئيلي آسيا امن لپاره د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو په ړنا كښې حل كول ضروري ده۔ نائب وزیرِاعظم د ترهګرۍ په خطره قابو موندلو له د افغانستان خاوره د پاكستان په شمول د كوم هم هېواد په ضد د كارېدو مخ نيوي له د مكالمې او سفارت كارۍ په اهميت زور راوړو۔ ده خوښي ښكاره كړه چې افغانستان دې يو مستحكم او په سيمه ايزه كچه يو منسلك هېواد وي كوم چې خپل اولس او ګاونډي هېوادونو سره په امن شي۔ دواړو خارجه وزيرانو د اېس سي او ٬ او آئي سي او اي سي او په شمول په ټولو فورمونو د نزرې مرستې په روانه ساتلو اتفاق وكړو دغسې چې په منطقه كښې امن او سلامتيا سره سره پرمختګ او سوكالۍ ته وده وركړې شي۔