اسلام آباد۔4 دسمبر(اے پی پی) د کرغزستان صدر صادر ژپاروف ته وزیراعظم هاؤس ته د رارسېدو په مهال تود هركلے ووئيلې شو۔ وزیراعظم شهباز شریف د ګران مېلمه هركلے وكړو٬ دواړو لارښودو يو بل سره په زړه پورې مصافحه وكړه۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم هاؤس ته د راتللو په مهال د كرغزستان صدر په درناوي كښې په باضابطه توګه د استقباليې دستوره و شوه۔ د پاك پوځ يوې چټك …
وزير اعظم هاؤس ته د رارسيدو په مهال كرغز صدر صادر ژپاروف ته تود هركلے،د وسلو والو ځواكونو ډلې ګارډ آف آنر وړاندے كړو
اسلام آباد۔4 دسمبر(اے پی پی) د کرغزستان صدر صادر ژپاروف ته وزیراعظم هاؤس ته د رارسېدو په مهال تود هركلے ووئيلې شو۔ وزیراعظم شهباز شریف د ګران مېلمه هركلے وكړو٬ دواړو لارښودو يو بل سره په زړه پورې مصافحه وكړه۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم هاؤس ته د راتللو په مهال د كرغزستان صدر په درناوي كښې په باضابطه توګه د استقباليې دستوره و شوه۔ د پاك پوځ يوې چټك ډلې دوئي ته ګارډ آف آنر وړاندے كړو۔ په دې موقعه د دواړو هېوادونو سرودونه وغږولې شوو۔ كرغز صدر د خپل پلاوي غړو وزيراعظم شهباز شريف او وزيراعظم شهباز شريف كرغز صدر سره د خپلې كابينې تعارف وكړو۔ كرغز صدر د وزيراعظم هاؤس په چمن كښې يوه اونه هم نال كړه۔











