اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د قامي غذائی تحفظ و تحقیق وفاقی وزیر رانا تنویر حسین د شورو په ورځ د اېف اے او ھیډکوارټرز كښې ډائریکټر جنرل اېف اے او ډاکټر کو دونګیو سره يو ساعت اوږد ملاقات وكړو ۔179م اېف اے او کونسل كښې خپل ګډون او د اېف اے او سره مثالی دوه اړخيزه مرستي په تسلسل د اطمینان څرګندوني سره وفاقی وزیر د موسمیاتی …
د وفاقی وزیر رانا تنویر حسین د ډائریکټر جنرل اېف اے او ډاکټر کو دونګیو سره ملاقات، د مثالي دوه اړخيزه مرستې په تسلسل د اطمینان څرګندونه
اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د قامي غذائی تحفظ و تحقیق وفاقی وزیر رانا تنویر حسین د شورو په ورځ د اېف اے او ھیډکوارټرز كښې ډائریکټر جنرل اېف اے او ډاکټر کو دونګیو سره يو ساعت اوږد ملاقات وكړو ۔179م اېف اے او کونسل كښې خپل ګډون او د اېف اے او سره مثالی دوه اړخيزه مرستي په تسلسل د اطمینان څرګندوني سره وفاقی وزیر د موسمیاتی بدلون له امله راپيدا شوي چیلنجونه او موقعې رامخې ته كړې او زرعي پیداوار، د آبی وسائلو انتظام، تخمونو ، جدید انفراسټرکچر، د تحقیق و اختراع قوي نظام پشمول د موسمیاتي لچکدارو طریقو د لارې په دغه خطرو د قابو موندلو په حاجت يې زور راوړو۔ وفاقی وزیر د اېف اے او د اړخه د نوري تکنیکی مرستي هركلے وكړو او په خاص توګه د چین کامیاب ماډلز څخه زدكړه كښې يې خوښې ولرله۔ د پاکستان ضروریات لپاره د د مرستې څرګندونې سره ډي جي اېف اے او د اوږد مهاله تګلارې ترمخه’’ډویلپمنټ ریسرچ‘‘ كښې د نزدې مرستي د عزم پخلے وكړو او د لنډي مودې خرڅونو په ځاے يې د زيات اثر لرونكې سرمایه كارۍ تجویز وركړو۔ وفاقی وزیر پاکستان كښې روانو پروژو لپاره د ډي جی اېف اے او مننه وكړه او د داسې بدلون راوستونكو منصوبو ته د پام لرنې تجویز ئې وركړو كومې چې كروندګرو او كلي والو وروڼو له كوټلي ګټه وركولې شي۔دواړو معززه شخصیاتو د كوچنو كروندګرو زراعت، ځائې غذائي نظام په ښو تګلارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔











