د موتمر العالم الاسلامي سېكرټري جنرل سېنېټر راجه محمد ظفر الحق سره د مولانا فضل الرحمان ملاقات

اسلام آباد۔ 3 دسمبر(اے پي پي) د جمعيت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د شورو په ورځ د موتمر العالم الاسلامي سېكرټري جنرل سېنېټر راجه ظفر الحق سره د هغه په كور ملاقات وكړو۔ د سېكرټري جنرل وياند تر مخه ملاقات كښې د سېكرټري جنرل زوي راجه محمد علي او نائب صدر مسلم ليګ (ن) پنجاب هم موجود وو۔ ملاقات كښې عالم اسلام ته په پیښو مسائلو ٬ …

اسلام آباد۔ 3 دسمبر(اے پي پي) د جمعيت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د شورو په ورځ د موتمر العالم الاسلامي سېكرټري جنرل سېنېټر راجه ظفر الحق سره د هغه په كور ملاقات وكړو۔ د سېكرټري جنرل وياند تر مخه ملاقات كښې د سېكرټري جنرل زوي راجه محمد علي او نائب صدر مسلم ليګ (ن) پنجاب هم موجود وو۔ ملاقات كښې عالم اسلام ته په پیښو مسائلو ٬ د منطقې په سياسي صورتحال او پاكستان كښې د جمهوري استحكام په چارو خبرې وشوې۔ دوي په دې خبره زور راوړو چې پاكستان ته د پیښو چېلنجونو حل لپاره د شريكو رابطو٬ مفاهمت او د قامي وحدت چې نن څومره ضرورت دے پخوا كله نه ؤ۔ مولانا فضل الرحمان د راجه ظفر الحق ديني ٬ سياسي او سفارتي خدمات ستائېلو سره د هغه قامي او په نړيواله كچه د څرګند كردار ستئانه وكړه۔