نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د كرغزستان خارجه وزير ملاقات٬ په ګڼ اړخيزه فورمز د مرستې زياتولو ته اتفاق

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د كرغزستان خارجه وزير زين بيك كلولو بائيوو ملاقات كړے او په ګڼ اړخيزه فورمز د مرستې په زياتولو يې اتفاق كړے۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو هېوادونو دد دوه اړخيزه اړيكو د ټولو څانګو تفصيلي جاج واخست او تجارت٬توان٬سيمه ايز روابط٬تعليم او په اولسي …

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د كرغزستان خارجه وزير زين بيك كلولو بائيوو ملاقات كړے او په ګڼ اړخيزه فورمز د مرستې په زياتولو يې اتفاق كړے۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو هېوادونو دد دوه اړخيزه اړيكو د ټولو څانګو تفصيلي جاج واخست او تجارت٬توان٬سيمه ايز روابط٬تعليم او په اولسي كچه د رابطو په وده يې زور راوړو ۔ډلو په اوسني سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او د شريكې خوښې په چارو نزدې مشاورت روانه ساتلو ته يې اتفاق وكړو ۔دواړو هېوادونو د دې عزم پخلے وكړو چې د پاكستان او كرغزستان ترمينځه دوه اړخيزه مرسته لا قوي كولو او د شريكو ترجيحاتو ټولو څانګو ته به پراختيا وركولې شي۔(