اسلام آباد۔ 3 دسمبر(اےپي پي) د پاكستان پيپلز پارټي نائب صدر او سېنېټ كښې د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ د قائمه كمېټۍ مشرې سېنېټر شېري رحمان وئېلي دي پاكستان د ارزانه او د تجديد وړ توان په خاص توګه سولر پاور ته مخه كړې ده٬ په هېواد كښې روف ټاپ سولر په تندۍ سره زياتېږي٬ مونږ له به د تعميرات نوې او جديد حل لټول وي۔ د دې خيالاتو …
پاكستان د ارزانه او د تجديد وړ توان په خاص توګه سولر پاور ته مخه كړې ده٬ په هېواد كښې روف ټاپ سولر په تندۍ سره زياتېږي٬ سېنېټر شېري رحمان
اسلام آباد۔ 3 دسمبر(اےپي پي) د پاكستان پيپلز پارټي نائب صدر او سېنېټ كښې د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ د قائمه كمېټۍ مشرې سېنېټر شېري رحمان وئېلي دي پاكستان د ارزانه او د تجديد وړ توان په خاص توګه سولر پاور ته مخه كړې ده٬ په هېواد كښې روف ټاپ سولر په تندۍ سره زياتېږي٬ مونږ له به د تعميرات نوې او جديد حل لټول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورو په ورځ د سسټين ايبلټي سمټ اېنډ ايوارډ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئېل د پاكستان سسټين ايبلټي سمټ بنيادي پام پائېدار تعميرات ته پكار دے ٬ پاكستان كښې د ګرين بلډنګ كوډز شته خو په هغې عمل درآمد ډېر لږ دے ٬ دې ووئېل د كلائمټ رسك انډيكس 2022 تر مخه پاكستان د نړۍ تر ټولو زيات د ماحولياتي اثرات ښكار هېواد دے ٬ د ښارونو په پلاننګ او د سباون په تعميرات كښې اربنائزېشن د بنيادي برخې په توګه ګڼل پكار دي٬ سېنېټر شېري رحمان ووئېل د سېمنټ انډسټري د هېواد د 49 فيصده خرڅونو ذمه واره ده ۔ دې ووئېل د تعميرات طريقې به خامخا د پائېدارۍ په لاره روانول وي ٬ بلډنګ كودز كښې سر كلر ماډلز او د ري يوز اصول شاملول ضروري دي٬ حكومت له به د انفراسټركچر مضبوطيا باوري كول وي ٬ دغسې چې خلق خوندي او پائېداره ژوند تېر كړے شي۔دې ووئېل د پاكستان 88 فيصد سيمه نيم شهري نوعيت لري او پاكستان په اسيا كښې تر ټولو په بيړه د اربنائزېشن پلو تلونكو هېوادونو كښې شامل دے۔











