اسلام آباد ۔3 دسمبر(اے پي پي)د انفرمېشن ټېكنالوجي او ټېلې كميونېكېشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئېلي دي د انسپائر سيمي كنډكټر پروګرام تر مخه به 7200 پاكستانو ځوانانو ته د جديد سيمې كنډكټر ټېكنالوجي تربيه وركولې شي ٬ د ګرد هېواد په يونيورسټي كلسټرز كښې 9 آئي سي ډيزائن لېبارټريز جوړولې شي۔ د شورو په ورځ د انفرمېشن ټېكنالوجي وزارت نه جاري بيان تر مخه د جي ايس ايم …
د آئي ټي وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه سره د جي ايس ايم اے او د فارن كامن ويلته اېنډ ډوېلپمنټ پلاوي ملاقات
اسلام آباد ۔3 دسمبر(اے پي پي)د انفرمېشن ټېكنالوجي او ټېلې كميونېكېشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئېلي دي د انسپائر سيمي كنډكټر پروګرام تر مخه به 7200 پاكستانو ځوانانو ته د جديد سيمې كنډكټر ټېكنالوجي تربيه وركولې شي ٬ د ګرد هېواد په يونيورسټي كلسټرز كښې 9 آئي سي ډيزائن لېبارټريز جوړولې شي۔ د شورو په ورځ د انفرمېشن ټېكنالوجي وزارت نه جاري بيان تر مخه د جي ايس ايم اے او د فارن كامن ويلته اېنډ ډوېلپمنټ اعلې پلاوي د وفاقي وزيرې سره اسلام آباد كښې ملاقات وكړو چې پكشې لوئيزا اوډيل ( انووېشن اېنډ ټېكنالوجي ايډوائزر ٬ ايف سي ډي او) مائيكل ان ون (سټېټجك پارټنرشپ ليډ ټېكنالوجي وانووېشن يونټ٬ ايف سي ډي او ) او د كمبرلي براون (ګلوبل هيډ آف موبائل فارهيومېنټېرين ٬ جي اي ايم اے) شامل وو۔ وفاقي وزيرې په دې مهال د پاكستان انووېشن او په سټارټ اب منظر نامه او ډيجيټل ترقۍ لپاره د حكومتي پاليسي په اقدامات خپل نقطه نظر وړاندې كړو۔ دې د وزيراعظم پاكستان شهباز شريف د ډيجيټل نيشن پاكستان په وژن رڼا اچولو سره په انسپائر سيمي كنډكټر پروګرام بريفنګ هم وركړو











