د پاكستان د مرستې ډله د خاص C130 الوتكې د لارې كولمبو ته ورسېده

كولمبو 03 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان د مرستې ډله د خاص C130 الوتكې د لارې كولمبو ته رسېدلې ده ۔د مرستې ډله د وزيراعظم په خاص هدايات په سري لنكا كښې په اوسني سيلاب كښې مرستې لپاره لېږلې شوې ده ۔كولمبو كښې د پاكستان هائي كمشنر ميجر جنرل فهيم العزيز او د سري لنكا ډپټي منسټر پورټ د پاكستاني رېسكيو ډلې هركلے وكړو ۔پاكستاني سفير د پاكستان حكومت …

كولمبو 03 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان د مرستې ډله د خاص C130 الوتكې د لارې كولمبو ته رسېدلې ده ۔د مرستې ډله د وزيراعظم په خاص هدايات په سري لنكا كښې په اوسني سيلاب كښې مرستې لپاره لېږلې شوې ده ۔كولمبو كښې د پاكستان هائي كمشنر ميجر جنرل فهيم العزيز او د سري لنكا ډپټي منسټر پورټ د پاكستاني رېسكيو ډلې هركلے وكړو ۔پاكستاني سفير د پاكستان حكومت لخوا لېږلې شوې خاص ډلې ته د هر ممكن مرستې باور وركولو سره ووئېل پاكستان تل د سري لنكا سره په هر سخت وخت كښې ولاړ دے او ولاړ به وي۔سېلاب ځپليو لپاره د پاكستان حكومت لخوا ډېر زر 200 ټنه مرسته د سمندر د لارې به راوسيږي