اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق سره د بلوچستان ګورنر شیخ جعفر خان مندوخیل د شورو په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې ملاقات کړے دے ۔ ملاقات كښې د سائنس و ټیکنالوجی وفاقي وزیر خالد حسین مګسي او د سېنېټ پخواني چیئرمېن صادق سنجرانی هم موجود وو۔ملاقات كښې د بلوچستان په مجموعی سیاسی و انتظامي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ صوبه كښې …
د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق سره د بلوچستان ګورنر شیخ جعفر خان مندوخیل ملاقات،د بلوچستان په مجموعی سیاسی و انتظامی صورتحال د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق سره د بلوچستان ګورنر شیخ جعفر خان مندوخیل د شورو په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې ملاقات کړے دے ۔ ملاقات كښې د سائنس و ټیکنالوجی وفاقي وزیر خالد حسین مګسي او د سېنېټ پخواني چیئرمېن صادق سنجرانی هم موجود وو۔ملاقات كښې د بلوچستان په مجموعی سیاسی و انتظامي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ صوبه كښې په روانو پرمختيائي پروژو ، د اولسي ښیګړې اقدامات او د سباؤن په ترجیحات هم غور وشو۔د بلوچستان ګورنر صوبه كښې روانو پرمختيائي پروژو او په هغې د پیش رفت څخه د قامي اسمبلۍ سپیکر خبر كړو۔پلاوي بلوچستان كښې امن و امان او استحکام لپاره د سکیورټی فورسز او قانون نافذ کوونكو ادارو خدمات وستائېل۔ پلاوي په وفاقي او صوبائي كچه قانون ساز ادارو ترمينځه د كوټلو رابطو لپاره د سپیکر سردار ایاز صادق هڅي وستائېلي۔ د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق ووئيل بلوچستان زما زړه ته نزدے دے۔ده په دې خبره زور راوړو چې د بلوچستان مسئلو حل ته پارلیمان خاص پام لرنه كوي۔ سپیکر ووئيل د پاکستان مجموعی پرمختګ د بلوچستان پرمختګ سره تړلے دے، د صوبې ښېګړې او پرمختګ لپاره به ټول وسائل كارولې شي۔











