سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره د کمانډر رائل سعودي لینډ فورسز لیفټیننټ جنرل فهد بن سعود الجوھاني ملاقات

پينډۍ 03 دسمبر (اے پي پي) سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه په قوي دفاعی مرسته د اطمینان څرګندوني سره د تربیې، د كار استعداد زياتولو او د استخبارات د تبادلې په پرله پسې مرستې په حاجت زور راوړے دے۔د شورو په ورځ د آئی اېس پی آر د اړخه جاري شوې بيان له مخې سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره کمانډر رائل …

پينډۍ 03 دسمبر (اے پي پي) سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه په قوي دفاعی مرسته د اطمینان څرګندوني سره د تربیې، د كار استعداد زياتولو او د استخبارات د تبادلې په پرله پسې مرستې په حاجت زور راوړے دے۔د شورو په ورځ د آئی اېس پی آر د اړخه جاري شوې بيان له مخې سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره کمانډر رائل سعودي لینډ فورسزلیفټیننټ جنرل فهد بن سعود الجوھاني په جنرل ہیډکوارټرز (جی ایچ کیو) پينډۍ كښې ملاقات وکړو ۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو،په سيمه ايز امنيت او دوه اړخيزه دفاعی مرستي زياتولو په موقعو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔دواړو ډلو د پاکستان وسله والو ځواكونو او سعودي عرب ترمينځه د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو۔فیلډ مارشل د دواړو هېوادونو ترمينځه په قوي دفاعي مرسته د اطمینان څرګندونه وكړه او د تربیې، د كار استعداد په زياتولو او انټیلی جنس شیئرنګ كښې د مرستي په حاجت يې زور راوړو۔ کمانډر رائل سعودي لینډ فورسز د پاك پوځ پیشه وره صلاحیتونه وستائېل او سيمه كښې امن او استحکام لپاره يې د پاكستان مثبت کردار وستائېلو۔جی ایچ کیو ته په رسيدو ميلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔

مزید خبریں