اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د كرغزستان صدر صادر ژپاروف په دوه ورځنۍ دوره اسلام آباد ته رارسېدلے دے٬صدر مملكت او وزيراعظم په نور خان هوائي ميدان د هغه تود هركلے وكړو ۔د وفاقي كابينې غړي او اعلٰی چارواكي هم د كرغزستان د صدر تود هركلي لپاره موجود وو۔د كرغزستان صدر چې كله د الوتكې نه بهر راغلو نو صدر مملكت آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف …
د كرغزستان صدر صادر ژپاروف په دوه ورځنۍ دوره اسلام آباد ته ورارسېد٬صدر مملكت او وزيراعظم په نور خان هوائي ميدان د هغه تود هركلے وكړو
اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د كرغزستان صدر صادر ژپاروف په دوه ورځنۍ دوره اسلام آباد ته رارسېدلے دے٬صدر مملكت او وزيراعظم په نور خان هوائي ميدان د هغه تود هركلے وكړو ۔د وفاقي كابينې غړي او اعلٰی چارواكي هم د كرغزستان د صدر تود هركلي لپاره موجود وو۔د كرغزستان صدر چې كله د الوتكې نه بهر راغلو نو صدر مملكت آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف ورسره ستړي مشي وكړل ۔ په روايتي لباس كښې ملبوس ماشومانو د كرغزستان صدر صادر ژپاروف ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړه۔ د كرغزستان صدر په دې موقع صدر مملكت او وزيراعظم سره د ښو جملو تبادله وكړه۔ د دواړو هېواونو بيرغونه نيوونكو ماشومانو خاص مېلمه ته هركلے اووئې۔ د كرغزستان صدر اسلام آباد ته په رارسېدو د 21 توپو سلامي هم وكړې شوه ۔صدر صادر ژپاروف به د دورې په مهال د وزيراعظم محمد شهباز شريف او صدر آصف علي زرداري سره ملاقاتونه كوي۔هغه د وزيراعظم محمد شهباز شريف په بلنه د پاكستان په دوه ورځنۍ دوره راغلے دے۔د دورې په مهال به د كرغزستان صدر اسلام آباد كښې بزنس فورم ته خطاب هم كوي۔د كرغزستان صدر سره په پلاوي كښې اعلٰی سركاري عهديدار او كاروباري شخصيات هم شامل دي۔












