اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي)د بشري حقونو وفاقي وزير سينيتر اعظم نذير تارړ سره د يو اين ويمن ريجنل ډائرېكټر كرسټين عرب يو اين ويمن كنټري نمائنده جمشيد قاضي د شورو په ورځ د بشري وزارت په دفتر كښې ملاقات كړے دے ۔په ملاقات كښې په پاكستان كښې د ميرمنو خپلواكه كولو او صنفي مساوات لپاره په شوو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د وزارت لخوا جاري شوي پرېس …
د بشري حقوق وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د يو اين ويمن ريجنل ډائرېكټر ملاقات
اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي)د بشري حقونو وفاقي وزير سينيتر اعظم نذير تارړ سره د يو اين ويمن ريجنل ډائرېكټر كرسټين عرب يو اين ويمن كنټري نمائنده جمشيد قاضي د شورو په ورځ د بشري وزارت په دفتر كښې ملاقات كړے دے ۔په ملاقات كښې په پاكستان كښې د ميرمنو خپلواكه كولو او صنفي مساوات لپاره په شوو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې وفاقي وزير ووئيل حكومت د ميرمنو حقونو قوي كولو لپاره هر ممكن اقدامات كوي٬د آئين٬قوانين او بيلو پالېسو د لارې د ميرمنو قامي ژوند كښې شراكتداري باوري كوي او دوي د تشدد٬امتياز او معاشي محرومۍ څخه محفوظ ساتلو ته خاص پام كوي۔كرسټين عرب د پاكستان كاميابۍ وستائېلې چې پكښې د كم عمر واده په ضد قوانين٬د صنفي پالېسو نفاذ ٬ د صنف په بنياد د تشدد په ضد د ټېكنالوجۍ كارول او قومي جينډر ډيټا پورټل شامل دي۔په ملاقات كښې د ميرمنو په ضد د تشدد خاتمې له قامي پالېسۍ او د سړو او ميرمنو د صنفي تشدد مخ نيوي په تګلاره هم خبرې وشوې۔كرسټين عرب د پاكستان ميرمنو په اړه قوانين او نړيوالو ذمه زارو كښې فعاله كردار وستائېلو او د حكومت د ميرمنو حقونو ته د ودې وركولو قيادت يې و ستائېلو۔












