د وزیراعظم محمد شهباز شریف د انډونیزیا صدر پرابوو سوبیانتو سره ټیلیفوني تماس، انډونیزیا كښې د سېلاب او خاورو كمرو پريوتو له امله د شوې تباهۍ نه پس د بحالۍ او بيا رغونې كارونو كښې د معاونت وړانديز او د هر ممكن مرستي باور

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف انډونیزیا ته د سېلاب او خاورو كمرو پريوتو له امله د شوې تباهۍ نه پس د بحالۍ او بيا رغونې كارونو كښې د معاونت وړانديز او د هر ممكن مرستي باور وركولو سره وئيلي دي پاکستان او انډونیزیا موسمیاتی بدلون او د هغې له امله د رامخې ته شوو آفتونو په نتيجه كښې يو ډول ځپلے شوي۔ د دې …

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف انډونیزیا ته د سېلاب او خاورو كمرو پريوتو له امله د شوې تباهۍ نه پس د بحالۍ او بيا رغونې كارونو كښې د معاونت وړانديز او د هر ممكن مرستي باور وركولو سره وئيلي دي پاکستان او انډونیزیا موسمیاتی بدلون او د هغې له امله د رامخې ته شوو آفتونو په نتيجه كښې يو ډول ځپلے شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د انډونزشیا صدر پرابوو سوبیانتو سره ټیلیفوني تماس نيولو په مهال كړې۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف د شورو په ورځ د انډونیزیا صدر پرابوو سوبیانتو سره ټیلیفوني تماس ونيولو او په اوسني قدرتی آفت، سېلاب او خاورو كمرو پريوتو په نتيجه كښې انډونیزیا كښې په شوې تباهۍ او په خاص توګه سماټرا كښې په شوي قيمتي ځاني زيان يې د انډونیزیا اولس او حكومت سره د پاكستان حكومت او اولس د اړخه د يووالي څرګندونه وكړه ۔وزیراعظم د انډونیزیا صدر سره خبرو كښې هغوي سره د بشپړه يووالي څرګندونه وكړه او د پاکستان د اړخه د هر ممكنه مرستي باور يې وركړو۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان قدرتی آفتونو كښې د خپلو تجربو په رڼا كښې انډونیزیا سره په لويه توګه د سېلابي صورتحال له امله په راپيدا شوو هنګامي حالاتو، بحالۍ او د بيا رغونې په كار كښې معاونت له چمتو دے۔وزیراعظم ووئيل پاکستان او انډونیزیا دواړه هېوادونه د موسمیاتی بدلون او د هغې له امله په رامخې ته شوو آفتونو كښې يو ډول ځپلې شوي۔ وزیراعظم د دواړو هېوادونو لپاره قدرتی آفتونو څخه د بچ كيدو ، د آفتونو په مهال په وخت غبرګون او د موسمیاتی بدلونونو مخنيوي صلاحیت ودې لپاره د شريكې مرستې زياتولو اهميت رامخې ته كړو۔د انډونیزیا صدر پرابوو سوبیانتو د وزیراعظم د اړخه د انډونیزیا اولس سره د يووالي په څرګندونه او په شوې ځاني زيان د افسوس په څرګندونه مننه وكړه۔ده ووئيل د انډونیزیا چارواكو دې طبی آفت مخنيوي لپاره سمدستي او كوټلي اقدامات کړې دي۔وزیراعظم ووئيل راروانه اوونۍ كښې د انډونیزیا صدر د پاکستان سرکاری دورې ته سترګي په لاره يو۔ وزیراعظم ووئيل دوره به په ممكنه ډول د دواړو هېوادونو لارښودو له د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه سفارتی اړيكو لا قوي كولو له مهمه موقع وركړي۔

مزید خبریں