وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك په مشرۍ كښې قومي ټيرف كمېشن جديد كارۍ په اړه د وزيراعظم كمېټۍ پنځمه غونډه

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك په مشرۍ كښې د قومي ټيرف كمېشن(اين ټي سي)جديد كارۍ لپاره د وزيراعظم د جوړې كړې كمېټۍ پنځمه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان٬ اټارني جنرل آف پاكستان منصور عثمان اعوان٬د قومي ټيرف كمېشن غړو او د تجارت وزارت سينئر چارواكو ګډون وكړو۔د …

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك په مشرۍ كښې د قومي ټيرف كمېشن(اين ټي سي)جديد كارۍ لپاره د وزيراعظم د جوړې كړې كمېټۍ پنځمه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان٬ اټارني جنرل آف پاكستان منصور عثمان اعوان٬د قومي ټيرف كمېشن غړو او د تجارت وزارت سينئر چارواكو ګډون وكړو۔د شورو په ورځ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د قومي ټيرف كمېشن بنيادي مقاصد٬مهارت او د مينډېټ تفصيلي جاج واخستلے شو چې پكښې ډبليو ټي او د ټريډ ريميډي قوانين٬د شخړو تصفيې په طريقه كار٬ټيرف كښې اصلاحات او د تجارتي پالېسۍ پراختيا په اړه ذمه واري شامله ده۔وفاقي وزير ووئيل يو جديد٬موثر او سپيځلے ټيرف نظام د هېواد معاشي استحكام٬د ځايې صنعتونو تحفظ او د نړيوالو تجارتي تقاضو پاسدارۍ لپاره ډېر ضرورې دے ۔په غونډه كښې د اين ټي سي په مجوزه اصلاحات هم خبرې وشوې چې پكښې په اداره جاتي صلاحيت كښې د زياتوالي په تكنيك د خيالاتو څرګندونه وشوه دغسې چې په دې پريكړو موثر او په وخت عمل ممكن شي۔۔كمېټۍ د دې طريقه كار او ساختي خنډانو لرې كولو په ضرورت هم زور راوړو كوم چې د غېر منصفانه تجارتي رويو په ضد د كمېشن په وخت او موثره كاروائۍ كښې خنډان جوړيږي۔

مزید خبریں