فجر فلم فيسټيول كښې د پاكستان ګډون، د كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كھچي د پاكستان نمائندګي وكړه

ايران 03 دسمبر (اے پي پي) د ايران تاريخي ښار شيراز كښې 43م فجر فلم فيسټيول كښې د كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كھچي د پاكستانو فلم جوړونكو نوموړو سره د پاكستان نمائندګي كړې۔د شورو په ورځ اسلام آباد څخه جاري شوې پريس ريليز له مخې ميله كښې ګډون لپاره اورنګزيب خان كھچي د خصوصي ميلمه په حيث بللے شوے ؤ۔په خپله وينا كښې وفاقي وزير د دواړو هېوادونو د …

ايران 03 دسمبر (اے پي پي) د ايران تاريخي ښار شيراز كښې 43م فجر فلم فيسټيول كښې د كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كھچي د پاكستانو فلم جوړونكو نوموړو سره د پاكستان نمائندګي كړې۔د شورو په ورځ اسلام آباد څخه جاري شوې پريس ريليز له مخې ميله كښې ګډون لپاره اورنګزيب خان كھچي د خصوصي ميلمه په حيث بللے شوے ؤ۔په خپله وينا كښې وفاقي وزير د دواړو هېوادونو د اړخه د فلمونو په شريك پروډكشن زور راوړو۔ده ووئيل پاكستان او ايران نزدې ګاونډيان دي او نزدې سماجي، كلتوري ، مذهبي او د ورورولۍ اړيكي لري۔ سينما د كوم هم هېواد د كلتور او كلتوري اقدارو ودي له يوه قوي ذريعه ده۔ده ووئيل د پاكستان سينما ګھرو كښې د ايران فلمونو نمائش او د ايران په سينما ګھرو كښې د پاكستانو فلمونو نمائش به زمونږ وګړي يو بل ته رانزدې كولو له مرسته وكړي۔دا وړومبۍ موقع ده چې فيسټيول كښې درې پاكستاني فلمونه’’ايكټر اِن لاء‘‘، ’’عمرو عيار : ايك نئي شروعات‘‘ او د ’’ټيكسالي ګيټ‘‘نمائش شوے- ده د فيسټيول دوره وكړه او پاكستاني پويلين كښې يې د ايران سنيما فاؤنډيشن چيئرمين سره ملاقات وكړو۔

مزید خبریں