اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار شريكي سوكالۍ لپاره سيمه ايزي رابطي مهمي ګرځولو سره وئيلي دي نړۍ كښې رواني شخړي نړيوال امن لپاره خطر لري ،هند په يو اړخيزه ډول د سندھ طاس لوظ نامې د معطل كولو اعلان كړے، د كشمير شخړې هواري نه غير سيمه كښې امن نه شي راتللے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په …
شريكي سوكالۍ لپاره سيمه ايزي رابطي مهمي دي، نړۍ كښې رواني شخړي نړيوال امن لپاره خطر لري ،د كشمير شخړې هواري نه غير سيمه كښې امن نه شي راتللے ۔د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار اسلام آباد كانكليو ته وينا
اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار شريكي سوكالۍ لپاره سيمه ايزي رابطي مهمي ګرځولو سره وئيلي دي نړۍ كښې رواني شخړي نړيوال امن لپاره خطر لري ،هند په يو اړخيزه ډول د سندھ طاس لوظ نامې د معطل كولو اعلان كړے، د كشمير شخړې هواري نه غير سيمه كښې امن نه شي راتللے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز تر سيوري لاندې دوه ورځني اسلام آباد كانكليو 2025 د كوم سرخط چې تھيميټك فوكس: ”ري اميجننګ سائوتھ ايشيا: سكيورټي ، اكانومي، كلائميټ، كنيكټيويټي“ ته وينا كښې وكړه۔ نائب وزيراعظم ووئيل پاكستان د شخړو حل لپاره د خبرو اترو او سفارت كارۍ بشپړ مرسته كوي،سوئيلي اسياﺀ د غريبۍ ٬ ناخواندګۍ او ناڅاپي آفتونو پشمول نورو چيلنجونو سره مخ ده ۔ سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل تير مئي مياشت كښې پاك هند جنګ خطرناك ثابتيدے شو۔ده ووئيل سوئيلي اسياﺀ كښې سكيورټي منظر نامه هم پيچلې ده،دا تر ټولو زياتي آبادۍ لرونكي سيمه ده ده ٬ ځكه د سوئيلي اسياﺀ هېوادونو له به د خپلو مسئلو حل لپاره په سنجيدګۍ سره سوچ كول وي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير ووئيل موسمياتي بدلون دا مهال لويې چيلنج دے، نړيواله معاشي منظر نامه بدليږي،سوئيلي اسياﺀ كښې د موسمياتي بدلون او غذائي كمي چيلنجونه زياتيږي، درجه حرارت كښې زياتوالے او سېلابونه په معيشت لوي اثرات مرتب كوي۔ده ووئيل اسرائيل په غزه كښې د انسانيت قتل عام كړې۔ نائب وزيراعظم ووئيل د كشمير شخړې حل نه غير سيمه كښې امن نه شي راتللے، پاكستان د شخړو حل لپاره د خبرو اترو او سفارتكارۍ مرسته كوي۔ سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل سوئيلي اسياﺀ كښې موسمياتي بدلون او د غذائي كمي چيلنجونه زياتيږي، موسمياتي بدلون دا مهال لويې چيلنج دے، درجه حرارت كښې زياتوالے او سېلابونه په معيشت لوئ اثرت مرتب كوي دغسې سوئيلي اسياﺀ سيمه د غريبۍ ، ناخواندګۍ، ناڅاپي آفتونو پشمول نورو چيلنجونو سره مخ ده۔انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز اسلام آباد تر سيوري لاندې اسلام آباد كانكليو كښې په دويم ورځ د زيارت په ورځ به اختتامي سيشن كښې خارجه سيكرټري آمنه بلوچ د خصوصي ميلمني په حيثيت ګډون كوي












