اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د پاك پوځ ايليټ سرچ اينډ ريسكيو ډله سري لنكا ته د ’’ سائيكلُون ډټوا ‘‘ كښې د تباهۍ نه پس مرستي لپاره لاړه،د پاك فضائيه خصوصي سي-130 الوتكي دغه ډله سري لنكا ته ورسوله۔ تفصيلات له مخې پاك بحريه او ايوي اېشن وړاندې څخه په سري لنكا كښې د نګرانۍ، ميډيكل ايويكيويشن او ريسكيو آپريشنز كښې بوښت دي، د سري لنكا اولس …
د پاك پوځ ايليټ سرچ اينډ ريسكيو ډله سري لنكا ته د مرستې هلو ځلو لپاره لاړه
اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د پاك پوځ ايليټ سرچ اينډ ريسكيو ډله سري لنكا ته د ’’ سائيكلُون ډټوا ‘‘ كښې د تباهۍ نه پس مرستي لپاره لاړه،د پاك فضائيه خصوصي سي-130 الوتكي دغه ډله سري لنكا ته ورسوله۔ تفصيلات له مخې پاك بحريه او ايوي اېشن وړاندې څخه په سري لنكا كښې د نګرانۍ، ميډيكل ايويكيويشن او ريسكيو آپريشنز كښې بوښت دي، د سري لنكا اولس مرستي لپاره اين ډي ايم اے 200 ټنه امدادي سامان د كنټينر شپ د لارې سري لنكا ته لېږلے دے، وزيراعظم تيره ورځ د سري لنكا صدر سره هم خبرې كړي ، وزيراعظم ځپليو هېوادونو انډونيزيا، تھائي لينډ او د ملائشيا قيادت سره هم رابطې كوي، دغسې اين ډي ايم اے د سري لنكا ائير لائنز كولمبو ته د لاهور پروازونو د لارې لا مرستي ليږلو له چمتو ده، اين ډي ايم اے د سري لنكا صدر په خواست د سېلاب ځپليو مرستي لپاره د پاك پوځ فولډنګ بريج پشمول ضروري آلات وركوي












