اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي خصوصي وګړي د ټولني مهم او برابر حيثيت لرونكي طبقه ده ، رياست او د ټولني ذمه واري ده چې خصوصي وګړو له بشپړ شموليت او د وقار لرونكې ژوند موقعې وركړي۔د شورو په ورځ د سېنېټ سيكرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې سيد يوسف رضا ګيلاني د خصوصي وګړو نړيوالي ورځ …
خصوصي وګړو له د بشپړ شموليت او وقار لرونكې ژوند موقعې وركول د رياست او ټولني ذمه واري ده۔ د سېنېټ چيئرمېن
اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي خصوصي وګړي د ټولني مهم او برابر حيثيت لرونكي طبقه ده ، رياست او د ټولني ذمه واري ده چې خصوصي وګړو له بشپړ شموليت او د وقار لرونكې ژوند موقعې وركړي۔د شورو په ورځ د سېنېټ سيكرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې سيد يوسف رضا ګيلاني د خصوصي وګړو نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې ووئيل معذوري د صلاحيت كمے نه بلكه معاشرتي حنډان اصل مسئلې دي، بنيادي سهوليات ترلاسه كول د وګړو يو برابر حق دے ، تعليم، صحت، روزګار او اسكل ډويلپمنټ ته رسنه د خصوصي وګړو بنيادي حق دے۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل خصوصي وګړو لپاره د رسني وړ انفراسټركچر او د خصوصي تعليم مركزونو كښې پراختيا ته اړتيا ده، پارليمان د خصوصي وګړو د حقونو ودې او قانون سازۍ لپاره هلي ځلي كوي، خصوصي وګړي په همت او عزم سره د كاميابۍ نوي مثالونه جوړوي۔ده ووئيل خصوصي وګړو لپاره مرسته، محفوظ او خپلواكه ماحول وركول زمونږ د ټولو ذمه واري ده، دغسې د خبرتيا كمپائنونه د شموليتي ټولني جوړولو كښې مهم كردار ترسره كوي












