اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ډېره اسماعيل خان كښې د پوليس په ګاډي د فتنه الخوارج بريد غندنه كړې ده ۔وفاقي وزير محسن نقوي شهيدو شوو 3 پوليس اهلكارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي شهيد اے ايس آئي ګل عالم٬كانسټيبل رفيق او د سخي جان كورنيو سره د يو …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ډېره اسماعيل خان كښې د پوليس په ګاډي د بريد غندنه وكړه
اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ډېره اسماعيل خان كښې د پوليس په ګاډي د فتنه الخوارج بريد غندنه كړې ده ۔وفاقي وزير محسن نقوي شهيدو شوو 3 پوليس اهلكارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي شهيد اے ايس آئي ګل عالم٬كانسټيبل رفيق او د سخي جان كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خېبرپښتونخوا پوليس مېړنو زامنو قربانو ته سلام وكولو سره ووئېل د شهيدانو عظيمې قربانۍ به تل ياد ساتلې شي٬د كے پي كے پوليس قربانو ته د قدر په نظر ګورو۔












