د وزيراعظم شهباز شريف په بلنه د جمهوريه كرغزستان صدر نن د پاكستان دوه ورځنۍ دوره كوي٬ خارجه دفتر

اسلام آباد 03 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په بلنه نن د شوور په ورځ د دسېمبر په درېمه او څلوره نېټه د جمهوريه كرغزستان صدر سادير ګوزجاپاروف د پاكستان وړومبۍ سركاري دوره كوي ۔ د خارجه دفتر وياند جاري بيان تر مخه د كرغزستان صدر سره به يو اعلې كچ پلاوې هم وي چې پكښې د كابينې سينئر وزير ٬ اعلې عهدېدار او كاروباري لارښود شامل دي …

اسلام آباد 03 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په بلنه نن د شوور په ورځ د دسېمبر په درېمه او څلوره نېټه د جمهوريه كرغزستان صدر سادير ګوزجاپاروف د پاكستان وړومبۍ سركاري دوره كوي ۔ د خارجه دفتر وياند جاري بيان تر مخه د كرغزستان صدر سره به يو اعلې كچ پلاوې هم وي چې پكښې د كابينې سينئر وزير ٬ اعلې عهدېدار او كاروباري لارښود شامل دي ۔ د كرغزستان صدر دورې په مهال د صدر مملكت سره ملاقات متوقع دے٬ هغه به د وزيراعظم سره ملاقات او د پلاويو په كچه خبرې كوي او د هغه د پاكستان كرغزستان بزنس فورم ته خطاب هم متوقع دے۔ د خبرو اترو په مهال به د دوه اړخيزه اړيكو د مكمل اسپېكټرم جاج اغستلے شي او د تجارت ٬ توان ٬ دفاع ٬ تعليم او د اولس د اولس سره د تبادلو او د سيمه ايزو روابطو پشمول په بېلو څانګو كښې به د مرستې په زياتولو خبرې كېږي۔ياد دې وي د حمهوريه كرغزستان د صدر د اړخه د پاكستان وروستۍ دوره په جنورۍ 2005 كښې شوې وه ۔ د بيان تر مخه دا دوره د پاكستان او جمهوريه كرغزستان تر مينحه د ورورولۍ د اړيكو عكاسي كوي د كومې جرړې چې په شريكه عقيده او په مينځنۍ او سوئېلې اسيا كښې د امن او خوشحالۍ په خوښۍ اډاڼه دي۔ هيله ده په دې دوره كښې به دوه اړخيزې مرستې ته نوے رفتار تر لاسه شي او په سيمه ايز او نړيوالو فورمز به مرسته تقويت اومومي

مزید خبریں