فرنټيئر کانسټيبلري په فيډرل کانسټيبلري كښې بدلېدل معمولي بدلېدل نه دي٬ د پاکستان د كورنۍ سلامتيا په نظام كښې يو تاريخي اصلاح ده۔ محسن نقوي

چارسده 02 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې فرنټيئر کانسټيبلري په فيډرل کانسټيبلري كښې بدلېدل معمولي بدلېدل نه دي٬ د پاکستان د كورنۍ سلامتيا په نظام كښې يو تاريخي اصلاح ده، نننۍ شاندار پريډ د دې خبرې ثبوت دے دا فورس د نوي دور تقاضې ترسره كولو لپاره په بشپړه توګه چمتو دے، تاسو ټول مستعد، منظم او خپلې قامي وظيفائي لپاره …

چارسده 02 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې فرنټيئر کانسټيبلري په فيډرل کانسټيبلري كښې بدلېدل معمولي بدلېدل نه دي٬ د پاکستان د كورنۍ سلامتيا په نظام كښې يو تاريخي اصلاح ده، نننۍ شاندار پريډ د دې خبرې ثبوت دے دا فورس د نوي دور تقاضې ترسره كولو لپاره په بشپړه توګه چمتو دے، تاسو ټول مستعد، منظم او خپلې قامي وظيفائي لپاره هر وخت چمتو ئې، ستاسو كاركردګي ستاسو د حوصلے، عزم او وطن سره د وفادارۍ عکاس ده۔ وفاقي وزير دا خبرې د اېف سي د نوي بېچ پاسنګ آٶټ پريډ ته خپلې وېنا كښې كړې۔ ده ووئيل د فيډرل کانسټيبلري تاريخ د يوې پېړۍ نه په زياته موده اډانه دے كوم چې په هر دور كښې بدلېدونكې سکيورټي چيلنجز سره ځان سموي، د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ، د سرکاري تنصيباتو حفاظت، د قامي منصوبو سکيورټي او امن و امان بحالۍ كښئ دا فورس په وړومبي صف وي٬ د زيات شوي كردار له مخې د فورس قانوني ډھانچے جديد تقاضو سره همكاره كړې شوې او د نوي آرډيننس د لارې دې ته مضبوط او موثر قانوني بنياد وركړې شوے دے۔ ده ووئيل داخله وزارت دا هم باوري كړې چې د دې فورس د شهيدانو كورنيو ته بهترين سهولتونه وركرې كړې، د شهيدانو نوې پيکيج د حکومت لخوا د دوي د قربانيو د اعتراف عملي ثبوت دے۔ ده ووئيل نن پاس اٶټ كېدونكې ځوانان په وړومبي ځل د وفاقي حکومت د ‘‘Dedicated Riot Control Wing’’ برخه جوړېږي كومه چې لويه او تاريخي ذمه واري ده او زه پوخ باور لرم چې دوي به د دې باور سره سم كار وكړي۔ په پائي كښې ده انسپکټر جنرل او د ھغه ډلې له مباركي وركړه او پاس آٶټ كېدونكو ځوانانو لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د دې نه وړاندې په شب قدر قلعه، چارسده كښې د فيډرل کانسټيبلري په ټريننګ سينټر كښې فيډرل کانسټيبلري جوړېدو نه وروسته د وړومبي بېچ د پاسنګ آٶټ پرېډ وشو چې پكښې وفاقي وزير محسن نقوي د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ کمانډنټ فيډرل کانسټيبلري نذير ګاړا او نورو لوړو پورو د دوي هركلے وكړو۔ وفاقي وزير په دې موقع د پريډ معائنه وكړه او يوې چټك دلې مارچ پاسټ كولو سره سلامي وړاندې كړې۔ په دې موقع وفاقي وزير داخله د ځوانانو د عملي تربيې بېلې مظاهرے هم مشاهده كړې او په ځانګړي كاركردګۍ ئې ځوانانو له انعامونه وركړه او د اېف سي کمانډنټ خطبه استقباليه وړاندې كړې

مزید خبریں