وزيراعظم شهباز شريف په سري لنکا كښې په سمندري طوفان كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه، اړوندو ادارو ته په سري لنکا كښې د مرستې په كاروائيو كښې د معاونت امر

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په سري لنکا كښې په سمندري طوفان كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونې كولو سره اړوندو ادارو ته په سري لنکا كښې د مرستې په كاروائيو كښې د بشپړ معاونت امر كړے دے۔ د نهې په ورځ پخپله مشرۍ كښې په سري لنکا كښې د سمندري طوفان "ډټواه" څخه په ځپلو سيمو كښې د پاکستان لخوا د مرستې …

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په سري لنکا كښې په سمندري طوفان كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونې كولو سره اړوندو ادارو ته په سري لنکا كښې د مرستې په كاروائيو كښې د بشپړ معاونت امر كړے دے۔ د نهې په ورځ پخپله مشرۍ كښې په سري لنکا كښې د سمندري طوفان “ډټواه” څخه په ځپلو سيمو كښې د پاکستان لخوا د مرستې د كاروائيو جاج اخستو غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل په دې سخت وخت كښې د سري لنكا اولس او حكومت سره ولاړ يو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د سرچ اينډ ريسکيو پړاٶ نه وروستو به پاکستان په ځپلو سيمو كښې بحالۍ او د بيا رغونې كښې هم بشپړ كردار لوبوي۔ په غونډه كښې د پاکستان لخوا د سري لنکا طوفان ځپلو سيمو كښې د مرستې د جاري كاروائيو په اړه بريفنګ وركړے شو ٬ په دې موقع ووئيل شول پاکستان څخه اربن سرچ اينډ ريسکيو ډله به سبا سري لنکا ته ځي٬ د کمرشل سمندري بېړۍ د لارې د مرستې نور سامان هم سبا روانېږي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د پاك بحريه بېړۍ سېف په سري لنکا كښې د تعيناتۍ په مهال سېلاب ځپلو لپاره د مرستې په هلو ځلو كښې مصروف ده، د پاك بحريه په بېړۍ موجود چورلكه په سري لنکا كښې پنځو ورځو راهسې ګېرې شوې كورنۍ بچ كړي۔ د بريفنګ له مخې پاکستان به په سري لنکا كښې ريليف او ريسکيو کار روان ساتي۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار، وفاقي وزيران احد خان چيمه، عطاء الله تارړ، د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني، د وزيراعظم سلاحكار طارق فاطمي، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن او اړوند لوړو پوري هم موجود وو۔

مزید خبریں