اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي صحافت يو پراخه او د عزت وړ څانګه ده٬خبريالان زمونږ سترګې او غوږونه دي٬ د پارليماني رپورټرز په مثبت او ذمه وارا رپورټنګ ليدلو خوشحاليږم٬د يو ذمه وار خبريال پیژندګلي دا ده چې هغه مثبت٬رېښتيا او ذمه وار صحافت ته ترجيح وركوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د پارليمنټري …
صحافت يو پراخه او د عزت وړ څانګه ده٬خبريالان زمونږ سترګې او غوږونه دي۔ د سپيكر سردار اياز صادق د پي آر اے نوې ټاكلې باډۍ د سوګند پورته كولو دستورې ته خطاب
اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي صحافت يو پراخه او د عزت وړ څانګه ده٬خبريالان زمونږ سترګې او غوږونه دي٬ د پارليماني رپورټرز په مثبت او ذمه وارا رپورټنګ ليدلو خوشحاليږم٬د يو ذمه وار خبريال پیژندګلي دا ده چې هغه مثبت٬رېښتيا او ذمه وار صحافت ته ترجيح وركوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د پارليمنټري رپورټرز اېسوسي اېشن(پي آر اے)نوې ټاكلې باډۍ سوګند پورته كولو دستورې ته وكړه ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پي آر اے پي نوو ټاكلو عهديدارو څخه سوګند واخست۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق نوو عهديدارانو ته مباركي وركړه۔په دستوره كښې د اطلاعات وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د سينيټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر او د قامي اسمبلۍ غړي مولانا عبدالغفور حېدري او ډاكټر شرميلا صاحبه فاروقي هشام هم موجود وه۔












