د پارلمان شريكه غونډه، د اقليتونو حقونو لپاره د قومي کمېشن بل 2025 د ترامیم سره په اكثريت منظور شو

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د پارلمان شريكه غونډه كښې د اقليتونو حقونو لپاره د قومی کمېشن بل 2025 د ترامیم سره په اکثرت منظور شوے دے۔د بل په حق كښې 160 ووټونه دغسې په مخالفت كښې 79 ووټونه رامخې ته شول ۔شريكه غونډه كښې د دې بل شق وار منظوری وركړې شوه ۔د نهې په ورځ د پارلمان شريكه غونډه د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق …

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د پارلمان شريكه غونډه كښې د اقليتونو حقونو لپاره د قومی کمېشن بل 2025 د ترامیم سره په اکثرت منظور شوے دے۔د بل په حق كښې 160 ووټونه دغسې په مخالفت كښې 79 ووټونه رامخې ته شول ۔شريكه غونډه كښې د دې بل شق وار منظوری وركړې شوه ۔د نهې په ورځ د پارلمان شريكه غونډه د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق په مشرۍ كښې پارلیمنټ هاؤس كښې وشوه۔د قانون و انصاف وفاقي وزیر سینیټر اعظم نذیرتارړ د اقلیتونو حقونو لپاره د قومي کمېشن بل 2025 كوم چې صدر مملکت د اړخه نظر ثانۍ لپاره بيرته د رالېږلو نه پس بيا ایوان ته د وړاندې كولو تحریك وړاندې كړے شو او پرې د ايوان څخه رائے واغستلې شوه ۔د دغې قانون په حق كښې 160 دغسې په مخالفت كښې 79 ووټونه رامخې ته شول ،د بل وړاندې كولو تحریك ایوان منظور کړو او دغې نه پس د قانون وزير سینیټر اعظم نذیر تارړ بل ترامیم سره منظورۍ لپاره ايوان ته وړندې كړې د كوم چې د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق شق وار منظوری ترلاسه كړه۔دې نه پس ایوان بل په اکثريت سره منظور کړو۔د قانون او انصاف وزير سینیټر اعظم نذیر تارړ د اقليتونو حقونو لپاره د قومي کمېشن بل 2025 په تکنیکی اړخونو رڼا واچوله ۔ ده ووئيل د قامي اسمبلۍ قائمه کمېټۍ يوه لارجر کمېټی جوړه كړې چې پكښې د اسمبلۍ ټول مسیحي غړو ته معامله لېږلې شوې او دې نه پس دا معامله سېنېټ آف پاکستان ته وسپارلې شوه۔ سید علی ظفر په مشرۍ كښې کمېټی جوړه شوي چې پكښې د دواړه اړخه مسیحی غړي كېښنولې شول ۔ده ووئيل څوك چې خپل ځان غیر مسلم نه ګڼي هغوي د دې قانون څخه پخپله بهر دي۔د پاکستان آئین او ریاست وائي قادیاني غیر مسلمه دي خو هغه نه مني،دا د هغوي خپل عمل دے،مونږ به د آخرت په ورځ خپل آقا حضور (ص) ته هسكه غړۍ وړاندې كيږو۔زمونږ د آقا (ص) حکم دے چې د اقلیتونو تحفظ وكړئ،زمونږ د آئین آرټیکل 20 لاندې د اقلیتونو د حقونو خبره كوو ، سپریم کورټ د آئین آرټیکل تشریح کړې څوك چې خپل ځان غیر مسلم نه ګڼي،د اسلام په لباس كښې د اسلامی شعائر ترویج غواړي ٬ هغوې ته به د آئین آرټیکل 20 تحفظ نه وي ترلاسه۔په دغه رڼا كښې دا قانون جوړ شوے۔د قانون وزير ووئيل کمېشن ته د ازخود نوټس اختیار وركولو سیکشن هم ختم كړے شوے۔دغسې د اپوزیشن د اړخه د دوهو سیکشنو د ختمولو غوښتنه منلې شوې۔د قانون وزیر ووئيل د قرآن و سنت په ضد د هيڅ ډول تجویز قانون او زمونږ ضمیر اجازه نه وركوي ۔ د کامران مرتضی تجویز راغلے چې دې بل څخه دې سیکشن 35 اوېستلے شي۔ده ووئيل آئین كښې لفظ غیر مسلم درج دے ۔ عیسائی ، هندو او پارسی وروڼه هم شته ۔ سپریم کورټ 2014ء كښې پريكړه كړې وه چې اقلیتونو لپاره دې کمیشن جوړ كړے شي۔10 كاله پس دا معامله شريكه غونډه كښې راغلې ۔ ده ووئيل مونږ د خپل آقا (ص) په حضور كښې كاميابي غواړو،كوم جائز تجاویز چې راغلي، ابهام لري كولو لپاره پكښې ترامیم شامل کړے كيږي۔ د جے یو آئی مشر مولانا فضل الرحمان ووئيل د اقلیتونو مسئله د حقونو نه ده، د اقلیتونو تحفظ مونږ ټول غواړو۔ده ووئيل جسټس نسیم الحسن شاہ د سپریم کورټ چیف جسټس ؤ نو يوه پوښتنه پيدا شوه چې آئین كښې د قرآن و سنت سرلوړي پكار ده خو پريكړه وكړې شوه چې ټول آئین مساوي دے ۔ده ووئيل داسې قانون نه دې پګار چې سباؤن كښې هغې څخه څوك غلطه ګټه پورته كړي۔ بیرسټر ګوهر ووئيل شريكه غونډه كښې آئین د دوه قسمه قانون سازۍ اجازه وركوي۔شريكه غونډه كښې آرټیکل 70 او آرټیکل 75 ترمخه معاملات راځي۔ دې نه علاوه آرټیکل 73 تر مخه چې د يو ايوان څخه منظور كړے شي نو بل كښې نه پاس كيږي نو شريكه غونډه رابللي كيږي۔ سینیټر کامران مرتضی ووئيل جے یو آئی چې كله هم په بل خبره كوي نو دا تاثر نه دې پكار چې مونږ د دې بل په ضد ولاړ يو۔ده ووئيل مونږ اقلیتونه د خپل ځان په شان وګړي ګڼو۔ده ووئيل مونږ په دوه خبرو اعتراض لرو،دا قانون سازي چې چا هم ډرافټ کړې سیکشن 35 د اعتراض وړ دے۔د قادیانیت په مخنيوي آرډیننس 1984 به هم دې ته فوقیت وركړې شي، عدالتونو كښې به داسې بحث او مسئله پېل شي چې ورسره به مونږ له مسئلې راپیدا شي۔مونږ غوښتنه كوو چې سیکشن 35 دې په بشپړه ډول ختم كړے شي۔ سیکشن 12 کلاز ایچ كښې د ازخود نوټس اختیار دې کمیشن له وركړې شي،يو پلو د عدالتونو څخه ازخود نوټس اختیار ختم نو بل پلو وركول به دوه ځائيز معیار شي۔علامه راجه ناصر عباس ووئيل دا مهال د پاکستان تر ټولو لويه مسئله د بنیادی حقونو د خلاف ورزی ده،ایوان کښې دننه هم دې د اپوزیشن د حقونو خيال وساتلے شي۔ بیرسټر ګوهر ووئيل ځيني اضافی اختیارات کمېشن له وركړې شوي په هغې دې نظر ثانی وكړې شي۔

مزید خبریں