اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د روېت هلال كمېټۍ چيئرمېن مولانا محمد عبدالخبير آزاد د آبادۍ د زياتېدو په چېلنج د قابو موندلو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي د نفوسو د زياتي مسئلې مخه نيول د هر كس او ټولنې اجتماعي ذمه واري ده۔ د نهې په ورځ پاکستان پاپوليشن سمټ 2025 ته د وېنا په مهال ده ووئيل جومات، منبر او محراب څخه چې كومه …
د آبادۍ د زياتوالي د مسئلې مخه نيول د هر كس او ټولنې اجتماعي ذمه واري ده۔ د رويت هلال كمېټۍ چيئرمېن
اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د روېت هلال كمېټۍ چيئرمېن مولانا محمد عبدالخبير آزاد د آبادۍ د زياتېدو په چېلنج د قابو موندلو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي د نفوسو د زياتي مسئلې مخه نيول د هر كس او ټولنې اجتماعي ذمه واري ده۔ د نهې په ورځ پاکستان پاپوليشن سمټ 2025 ته د وېنا په مهال ده ووئيل جومات، منبر او محراب څخه چې كومه خبره كېږي ھغې ته اولس اهميت وركوي او د د ھغې نه ګټه پورته كوي كومه چې د بلې كومې ذريعې څخه ممكن نه ده٬ مونږ له خپلو جوماتونو كښې غږ پورته كول دي۔ ده ووئيل د قامي او صوبائي كچې پشمول په آبادۍ قابو موندلو په اړه خبرې روانې دي او په دې عملدرامد هم روان دے۔ ده ووئيل دا خبره به د منبر او محران نه كوزې كچې ته بوتلل وي دغسې چې په زياتو خلقو كښې شعور بېدار كړې شي ۔ ده تجويز وركړو چې په زياتېدونكو مسئلو قابو موندلو لپاره ضروري ده چې نوې ښارونه آباد كړې شي او هلته د روزګار موقعې راپېدا كړې شي ۔ ده د خپل 15 كلن تړون ذكر كولو سره د پاکستان پاپوليشن کونسل سره د جاري خدمات او هلو ځلو په اړه هم سمټ خبر كړٶ۔ عبدالخبير آزاد ووئيل كله چې اولس پوهه كړے شو چې د يو انسان بچ كول د ټول انسانيت بچ كولو مترادف دے٬ د مور او ماشوم صحت رامخې ته كړے شو٬ نو ټولنه په دې نېك مقصد ښه پوهه شوه او دا يې قبول كړل ۔ ده ووئيل زياتره داسې موضوعات غېر ملكي اېجنډا ګرځولې كېږي ٬ خو د دوي په نزد د انساني ژوند قدر و قيمت د ټولو نه وړاندې دے او هم دا اصل مقصد دے كوم لپاره چې پرله پسې خبرتيا او اقدامات روان دي۔ عبدالخبير آزاد په اولسي كچه شعور بېدارول او د صحت او تعليم په څانګه كښې فعاله كردار لوبولو په اهميت هم زور راوړو دغسې چې د آبادۍ توازن او بشري خېرښګړې لپاره موثره اقدامات وكړے شي۔












