اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري په شمالي وزيرستان كښې د ترهګرۍ د بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي په دې بريد كښې د ميرانشاه اسسټنټ کمشنر شهيد شوے او دوه پوليس اهلكار او يو لاروے هم شهيدان شوي۔ خپل بيان كښې ده ووئيل خوارج پرله پسې ګاٶنډي هېواد څخه په راتللو پاكسان كښې د ترهګرۍ كاروائۍ كوي٬ د …
د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري په شمالي وزيرستان كښې د ترهګرۍ بريد وغندلو
اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري په شمالي وزيرستان كښې د ترهګرۍ د بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي په دې بريد كښې د ميرانشاه اسسټنټ کمشنر شهيد شوے او دوه پوليس اهلكار او يو لاروے هم شهيدان شوي۔ خپل بيان كښې ده ووئيل خوارج پرله پسې ګاٶنډي هېواد څخه په راتللو پاكسان كښې د ترهګرۍ كاروائۍ كوي٬ د كومې چې په يو والي لاره نيول دي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ د حكومت نه د ټول قام ذمه واري ده ٬ هر كس له به خپل فرض ادا كول وي۔ طلال چوهدري د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ څخه سختې پوښتنې كولو سره چې آيا د اسسټنټ کمشنر په شهادت غمرازۍ له تلل ضروري وٶ يا اډياله زندان ته راتګ ؟ ده ووئيل موجوده وزيراعليٰ په دور كښې د ترهګرۍ يو شمېر پېښې شوې دي خو دا نه دا معلومه چې وزيراعليٰ تر اوسه د څومره شهيدانو كورنيو له غمرازۍ له ورغلے دے ٬ نن به پرېكړه كول وي چې د ترهګرو په ضد اودرېدل ضروري دي يا سياسي سټنټ بازي، شهيدانو سره د يووالي څرګندونه ضروري ده يا محض احتجاج او د ملاقاتونو ډرامه۔ ده د افسوس څرګندونې كولو سره ووئيل د صوبې لويې عهدېدار هډو فكر نه لري اګرچه د ھغه افسران شهيدان كېږي كوم چې نېغ په نېغه د وزيراعليٰ ماتحت دي۔ ده زياته كړه وزيراعليٰ د شپې په سړكونو تېرولو او سياسي شعبده بازۍ ته ترجيح وركوي او صوبه د ترهګرۍ په اور كښې سوځي۔ ده واضحه كړه چې په قانون كښې د وركړې شوې طريقه كار له مخې به د صوبې وسائل د ترهګرۍ په ضد استعمالولو لپاره اقدامات كولې شي دا نا چې دا په سياسي هلو ځلو كښې ضائع كېدو ته پرېښودلې شي۔ په پائې كښې ده ووئيل د ترهګرو په ضد سخته كاروائي او د اولس تحفظ د حكومت وړومبۍ پام لرنه ده او په دې لړ كښې به كومه بې غوري نه برداشت نه كړې شي۔












