اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي دي پاکستان د بجلۍ وېش کوونكو کمپنيو (ډسکوز) نجکارۍ لپاره د نړيوالي نجي څانګې د باور وړ او تجربه لرونكو سرمايه کارو شرکت ته سترګي په لار دے،پراخه تجربې لرونكو د ترکيه کمپنيو شموليت مهم دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د جمهوريه ترکيه د توان وزير الپرسلان بيرکتار سره …
پاکستان د بجلي وېش کوونكو کمپنيو نجکارۍ لپاره د نړيوالو سرمايه کارو شرکت ته سترګي په لار دے ۔ وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري
اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي دي پاکستان د بجلۍ وېش کوونكو کمپنيو (ډسکوز) نجکارۍ لپاره د نړيوالي نجي څانګې د باور وړ او تجربه لرونكو سرمايه کارو شرکت ته سترګي په لار دے،پراخه تجربې لرونكو د ترکيه کمپنيو شموليت مهم دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د جمهوريه ترکيه د توان وزير الپرسلان بيرکتار سره د ملاقات په مهال وكړه۔وفاقي وزير د ترکيې حکومت مننې كولو سره ووئيل پاکستان د توان پوهانو له د ترکيه د بجلۍ نظام مطالعه کولو موقع وركړي كوم چې تر ډيره حده د نجي څانګې ترمخه كار كوي۔ده ووئيل پاکستان به ډيره زر د درېو ډسکوز نجکاري وكړي او د سرمايه کارو لپاره د خوښۍ لرلو (اي او آئي) جاري کولو ته چمتو يو۔ سردار اوېس لغاري د تركيې ماډل ستائېلو سره د نجکارۍ عمل په مهال د دواړو هېوادونو ادارو او افسرانو ترمينځه د نزدې مرستي په حاجت زور راوړو۔ د تركيې د توان وزير په پاکستان كښې په تود هركلي كولو او ميلمستيا مننې كولو سره ووئيل د ترکيې سرمايه کار د پاکستان پاور سيکټر په نجکارۍ عمل كښې خوښي لري او هيله لرو چې د ترکيې سرمايه کار به په مناسب كچه دې كښې برخه اخلي۔د ترکيې وزير ترکيه كښې د روډ شوز سره اتفاق کښې دې مقصد لپاره د ترکيې انويسټمنټ فورم د كارولو وړانديز هم وركړو او د بشپړه مرستي باور يې وركړو۔ده ووئيل د پاکستان د توان مارکيټ ترکيې لپاره مهم دے او ترکيه د پاکستان بېلو څانګو كښې او په خاص توګه معدنيات كښې وړاندې څخه لويه سرمايه کاري كوي،دې لپاره پاور سيکټر كښې د هم مرستي پراخه امکانات شته۔












