د قامي ورثه او كلتور وفاقی وزیر اورنګزیب خان کھچی د ایران د كلتور وزیر سید عباس صالحی سره ملاقات، دوه اړخيزه كلتوري مرستې زياتولو ته اتفاق

تهران 02 دسمبر (اے پي پي) د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزیر اورنګزیب خان کھچی د ایران د كلتور وزير سید عباس صالحی سره ملاقات كړے چې پكښې د پاکستان او ایران د ورورولۍ اړيكو په تناظر كښې د دوه اړخيزه كلتوري مرستي لا زياتولو ته اتفاق راغلے ۔د قامی ورثې او كلتور وزارت د اړخه جاري بيان له مخې ملاقات په ښه چاپيرچل كښې شوے چې پكښې دواړو …

تهران 02 دسمبر (اے پي پي) د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزیر اورنګزیب خان کھچی د ایران د كلتور وزير سید عباس صالحی سره ملاقات كړے چې پكښې د پاکستان او ایران د ورورولۍ اړيكو په تناظر كښې د دوه اړخيزه كلتوري مرستي لا زياتولو ته اتفاق راغلے ۔د قامی ورثې او كلتور وزارت د اړخه جاري بيان له مخې ملاقات په ښه چاپيرچل كښې شوے چې پكښې دواړو وزيرانو د دې عزم څركندونه كړي چې د پاکستان او ایران ترمينځه كلتوري څانګو ،اولسي رابطو او شريكو تبادلو ته به لا وده وركولې شي۔په دې موقع اورنګزیب خان کھچی ووئيل پاکستان ایران سره خپلي اړيكي او په خاص توګه كلتور او د شريكي تهذیبی ورثې په اړه مهمي ګڼي۔د ایران وزیر سید عباس صالحی د پاکستان كلتوري هلي ځلي وستائېلي او شريكو منصوبو كښې د مرستي زياتولو خوښي يې څركندونه كړه۔ دواړه وزيران دې خبري ته سلاح شول چې اعلیٰ كچ تبادلې به روانې ساتلې شي او داسې نوي منصوبې به معارفي كولې شي كومي چې د دواړو هېوادونو اولسونه يو بل ته نزدې كولو كښې مرستياله ثابتي شي۔

مزید خبریں