اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر اېم این اے مولانا فضل الرحمان وئيلي دي د 18م آئینی بدلون او 26م آئیني بدلون كښې په مشاورتي عمل اتفاق راپیدا شوے ؤ ، پي ټي آئي 26م آئینی ترامیم كښې نيغ په نيغه نه، خو زمونږ د لارې په اتفاق كښې شامل ؤ ۔ده د نهې په ورځ د پارلیمان شريكه غونډه كښې د اقلیتونو …
اتلسم او 26م آئینی ترامیم كښې په مشاورتی عمل اتفاق رامخې ته شوے ؤ ۔ مولانا فضل الرحمان
اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر اېم این اے مولانا فضل الرحمان وئيلي دي د 18م آئینی بدلون او 26م آئیني بدلون كښې په مشاورتي عمل اتفاق راپیدا شوے ؤ ، پي ټي آئي 26م آئینی ترامیم كښې نيغ په نيغه نه، خو زمونږ د لارې په اتفاق كښې شامل ؤ ۔ده د نهې په ورځ د پارلیمان شريكه غونډه كښې د اقلیتونو حقونو لپاره د قومي کمیشن 2025 منظورۍ نه پس د خيالاتو څرګندونه كوله۔مولانا فضل الرحمان ووئيل پارلیمان داسې فورم دے چرته چې مونږ په ګډه مشاورت سره چاري مخ په وړاندې بوتللې شو۔هڅه دې وكړې شي چې آئینی ترامیم كښې اتفاق راپيدا كړې شي۔ده ووئيل 1973 كښې پیپلز پارټي په اکثریت كښې وه ٬ هغوې ټول آئین منظورولې شو خو هغوې د ډېرو خبرو اترو څخه وړاندې عبوري او بيا مستقل آئین جوړ كړو، هغوي د ټولو صوبو، ګوندونو پشمول هر مکتبه فکر په اعتماد كښې اغستو سره يو متفقه آئین جوړ كړے ۔ ده ووئېل 18م آئيني ترمیم كښې هم د 9 مياشتو هلو ځلو نه پس په متفقه توګه دا ترمیم راوړلے شوے ؤ۔ ده ووئيل 26م آئینی ترمیم كښې مشاورتی عمل روان ؤ ، پي ټي آئي نيغ په نيغه نه خو زمونږ د لارې د اتفاق برخه وه او په 27م آئینی ترامیم كښې دغه عمل جاري ونه ساتلے شو












