د پاکستان ټي ټونټي ډله به په جنورۍ كښې د سري لنکا دوره كوي۔ د پي سي بي وياند

لاهور 02 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان ټي ټونټي کرکټ ډله به په جنورۍ كښې د سري لنكا دوره كوي، چرته چې به ډله د درې ټي ټونټي مېچز په سيريز كښې برخه اخلي٬ دا دوره د كال ټي ټونټي ورلډ کپ 2026 لپاره د قامي ډلې د چمتوالي نيولو برخه ګرځولې كېږي۔ دا خبره د پي سي بي وياند خپل يو بيان كښې وكړه ۔ ده ووئيل پاکستان …

لاهور 02 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان ټي ټونټي کرکټ ډله به په جنورۍ كښې د سري لنكا دوره كوي، چرته چې به ډله د درې ټي ټونټي مېچز په سيريز كښې برخه اخلي٬ دا دوره د كال ټي ټونټي ورلډ کپ 2026 لپاره د قامي ډلې د چمتوالي نيولو برخه ګرځولې كېږي۔ دا خبره د پي سي بي وياند خپل يو بيان كښې وكړه ۔ ده ووئيل پاکستان به د سري لنكا په ضد ټول مېچونه په دمبولا رنګيري دمبولا انټرنيشنل کرکټ سټيډيم كښې په 7 ٬ 9 او 11 جنورۍ كوي۔ د يادونې وړ ده پاکستان ورلډ کپ 2026 لپاره په ګروپ اے كښې ساتلے شوے او ګرين شرټس به خپل ټول مېچونه په کولمبو كښې كوي٬ نړيوال ايونټ به د 7 فروري نه تر 8 مارچ روان وي۔

مزید خبریں