د پاكستان آرمي او د چين پيپلز لبرېشن آرمي شريك فوجي مشق وار پر IX پیل شو

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)د پاكستان آرمي او د چين پيپلز لبرېشن آرمي(پي ايل اے) شريك فوجي مشق وار پر IX پیل شوے كوم چې د دوه اړخيزه ترهه ګرۍ مخ نيوي مشقونو په لړ كښې 9م ايډېشن دے كوم چې هر كال د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه كيږي۔د نهې په ورځ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا جاري شوي بيان له مخې دا مشق …

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)د پاكستان آرمي او د چين پيپلز لبرېشن آرمي(پي ايل اے) شريك فوجي مشق وار پر IX پیل شوے كوم چې د دوه اړخيزه ترهه ګرۍ مخ نيوي مشقونو په لړ كښې 9م ايډېشن دے كوم چې هر كال د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه كيږي۔د نهې په ورځ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا جاري شوي بيان له مخې دا مشق يكم دسمبر نه پېل شوے چې پكښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي كاروائيو ته پام لرنه كېږي د كومو مقصد چې شريكه مرسته زياتول٬پيشه وره مهارتونه ښه كول او جديد جنګ كښې د ښو طريقو تبادله كول دي۔پاكستان او چين ترمينځه سدابهار دفاعي مرسته موجود ده كومه چې به شريك باور او تزويراتي شراكتدارۍ اډانه لري۔ وار IX مشق د دواړو هېوادونو ترمينځه د قوي عسكري اړيكو ثبوت دے او سيمه ايز امن٬استحكام او سلامتيا لپاره د دې هڅو د عزم پخلے كوي۔ د مشق پرانستې دستوره كښې كور كمانډر منګلا٬ د پي ايل اے ډپټي چيف آف سټاف ويسټرن تهيټر كمانډ ميجر جنرل بيان شياؤمنګ او د دواړو هېوادونو نور اعلٰی پوځي چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں